شیدا محمد ابدالی ځان ولسمشرۍ ته نوماند اعلان کړی دی

تر ولسمشر غنی وروسته په هند کې د افغانستان مخکنی سفیر شید محمد ابدالی دوهم کس دی، چې د ولسمشرۍ له پاره د نوماند کېدو اعلان کوی.

که څه هم په رسمی ډول د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ نه ده پیل شوې، خو تر ولسمشر غنی وروسته شیدا محمد ابدالی دوهم کس دی، چې وایی، ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند دی.

شیدا محمد ابدالی په خپله ټوېټرپاڼه لیکلی، چې په را روانو ټاکنو کې نوماند دی او د کندهار له خلکو یې مننه کړې، چې په دغه برخه کې یې د هغه ملاتړ کوی او هڅولی یې دی، چې ځان نوماند کړی.

ښاغلی ابدالی لا نه دی ویلی چې مرستیالان یې څوک دی.

شیدا ابدالی مخکنی ولسمشر حامد کرزی ته نژدې کس گڼل کیږی چې ډیره موده یې د ښاغلی کرزی په دفتر کې کار کاوه.

ښاغلی ابدالی تیره میاشت په هند کې د سفارت له دندې استعفی وکړه او دلیل یې دا وښوده چې غواړی په افغانستان کې دننه کار وکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم راپورونو کې ویل شوی و، چې د کندهار ولایتی شورا هڅه کوی، شیدا محمد ابدالی ولسمشرۍ ته ځان نوماند کړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.