د لاریون کوونکو او امنیتی ځواکونو تر منځ نښته شوې

راپورنه وایی، د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې د لاریون کوونکو او امنیتی ځواکونو تر منځ نښته شوې، چې شپږ تنه په کې ټپیان شوی دی.

دغه لاریون پرون بګرامیو ولسوالۍ کې د دولتی ځواکونو له خوا د یو شمېر کورونو تر نړولو وروسته وشو.

ویل کېږی امنیتی ځواکونو په یاده سیمه کې هغه کورونه نړول، چې د امنیتی چارواکو په وینا پر غصب کړې ځمکه جوړ شوی وو.

خو د بګرامیو ځینې اوسېدونکی وایی، امنیتی ځواکونو د هغو بې وزلو خلکو کورنه نړول، چې تازه له پاکستانه راسته شوی دی.

ځایی اوسېدونکی زیاتوی، چې د لاریون پر مهال د لاریون والو او امنیتی ځواکونو تر منځ اخ ډب رامنځ ته شو او د امنیتی ځواکونو په ډزو کې شپږ تنه ټپیان شول.

خو د بګرامیو امنیه قوماندان سمونوال  عبدالقادر ولی زاده وایی لاریون کوونکو پر امنیتی ځواکونو د ډبرو ګزارونه او ډزې وکړې، چې په ترڅ کې یې یو سرتېری ټپی شوی دی.

دی وایی، د لاریون کوونکو د پاشلو له پاره امنیتی ځواکونو هم هوایی ډزې کړې دی، خو څلور تنه لاریون وال د لاریون کوونکو پر خپلو ډزو ټپیان شوی دی.

د ولسوالۍ امنیه قوماندان وایی، وروسته د لاریون کوونکو سل تنه مشران د ولسوالۍ په مقام کې له مسوولینو سره د دغه ستونزې د حل په موخه ولیدل.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.