د افغانستان بانک نن ۲۴ میلیونه ډالر لیلاموی

د افغانستان بانک نن ۲۴ میلیونه ډالر د لیلام په ډول وپلوری او وایی دا کار د افغانۍ د ارزښت لوړولو په هدف کوی.

د افغانستان بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې په شرایطو برابر صرافانو او بانکونو ته بلنه ورکول کېږی، چې په دغو داوطلبینو کې ګډون وکړی او د لیلام ګټونکی اړ دی، چې خپل حسابونه د ورځې تر پای پورې تصفیه کړی.

په خبرپاڼه کې راغلی، هغه صرافان چې تر اوسه یې یو میلیون او ۵۰۰ زره افغانۍ د تضمین په توګه په لیلامونو کې د ګډون په موخه نه دی تحویل کړې، کولى شی له داوطلبی نه یوه ورځ مخکې د خپل تضمین پیسې تحویلې او په راتلوونکو لیلامونو کې دې ګډون وکړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.