امریکا وایی، چابهار بندر له بندیزونو مستثنی دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایی، په ایران کې د هند پرمختیایی پروزه د چابهار بندر له بندیزونو مستثنی دی.

پمپیو ویلی، پر چابهار بندر له نه بندیز څخه یې هدف دا دی، چې د افغانستان له اقتصادی ودې سره مرسته وشی او دا بندر به لا پراخه شی.

پمییو رسنیو ته په یوه لېږلی پیغام کې زیاته کړې، چې دغه فعالیتونه د افغانستان د پرمختګ او دغه هېواد ته د بشری مرستو د رسولو په برخه کې اړین دی.

په ورته وخت کې دا هم ویل کېږی، له چابهاره افغانستان ته د رېل پټلۍ غځولو پروزه هم له دغه بندیزونو مستثنی ده.

باید و ویل شی، چې امریکا دوه ورځې وړاندې د ایران پر تېلو او ګازو بندیزونه ولګول او له دغه بندیزونو سره دا اندېښنه زیات وه، چې پر چابهار بندر به هم ناوړه اغېزه وکړی.

خو افغان چارواکو له وړاندې ډاډ ورکړی و، چې له امریکا سره د چابهار بندر په اړه خبرې روانې دی تر څو د بندیزونو له اغېز څخه وساتی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.