امیندواره میرمنې دې خپل مهالویش داسې جوړ کړی

ژباړه: مریم محمدی

اومیندوارۍ کومه ناروغی نه ده، خو یوه ډېره اساسه مرحله ده چې مور باید د خپلې روغتیا سربیره د راتلونکی ماشوم په اړه هم پوره پاملرنه وکړی.

هرې امینداورې مېرمنې ته په کار ده چې په دې وخت کې یو ځانګړی مهالویش جوړ کړی، نن درسره په همدې اړه معلومات شریکوو راسره اوسئ:

۱- استراحت وکړئ
له ذهنی فشار نه لرې کیدل د هر انسان د روغتیا په ګټه ده، خو امیندوارو مېرمنو ته په کار ده چې له اندیښنو ځان لرې وساتی او هر ورځ باید ۱۰ ساعته استراحت وکړی.

۲- د کور ځینی کارونه مه کوئ
هغه کارونه چې د امیندوارۍ په وخت کې د خطر لا مل کیږی لکه: جارو وهل، اوړه لندول او د زیاتو وزنونو جگول دی، په دې کارونو کې باید له نور مرسته وغواړئ.

۳- منظم خواړه وخورئ
سهارنۍ مو هیڅکله مه پریږدئ ځکه چې ستاسو بدن زیاتې انرژی ته اړتیا لری، امینداورو مېرمنو ته په کار ده، چې د خوړو په مهالویش کې له درندو او ډېرو ټینگو خواړو لکه لوبیا، هگۍ او پالکو په کمه اندازه استفاده وکړی.

همدارنګه د ورځې په اوږدو کې پنځه وخته خوراک وکړئ، خو پام مو وی چې کم کم وخورئ تر څو روغتیا ته مو زیان ونه رسوی.

دغه راز هره شپه پنځه دانې بادام وخورئ تر څو ستاسو مغز نورماله وی، هفته کې دوه ځله ځیگر وخورئ، چې د وینی له کمښت سره مخ نشئ. همدارنګه د تازه میوو څخه زیاته استفاده وکړئ.

۵- څښاک درنه هیر نشی
هر سهار یو گیلاس شیدې او دوه دانې خرما وخورئ ځکه چې شیدې کلسیم لری او خرما مو تغذیه کوی.

دغه راز د ورځې په اوږدو کې ډېرې اوبه وڅښئ، ترڅو گُردې مو چرک یا ډبرې پیدا نکړی. د میوو جوس څخه زیاته استفاده وکړئ تر څو بدن مو مقاومت ولری.

۶- سپورت وکړئ
امینداورې میرمنې ته په کار ده چې هره ورځ هغه ځانګړی لوبې تعقیب کړی، کوم چې په دې مرحله کې ډاکټرې ورته سپارښتنه کړې وی، همدا رنګه پیاده ګرځېدل هم د دوی لپاره ګټور دی.

۷- په خپل سر درمل مه خورئ
ډاکتران ټینګار کوی هغه میرمنې چې امینداوره دی په خپل سر د درملو له خوراک څخه دې ډډه وکړی، د اړتیا په وخت کې نږدې صحی کلینیک ته لاړ ورشئ.

۸- نظافت ته مو پام وکړئ
د خپل ځان د پاکوالی خیال وساتئ، اوونۍ کې درې ځله حمام وکړئ، په ډېرو گرمو اوبو یاهم په ډېرو یخو اوبو له حمام کولو ډډه وکړئ.

۹- ډاکټرې ته مراجعه وکړئ
هره مور باید د امېندواری په دوران کې څلور وارې روغتون ته ولاړه شئ چې د مور او ماشوم صحی حالت معلوم شی.

۱۰- اضافه شیان مه خورئ
خاورې، مالګې، لرګی او داسې نور اضافه شیانه مه خورئ، ځکه صحت ته مو زیان رسوی. هغوی چې دا شیان خوری په بدن کې یې کلسیم کم وی چې دا کمښت د شیدو پنیرو په خوړلو سره پوره کولی شئ، یا هم ډاکترې ته مراجعه وکړئ.

۱۱- فولیک اسیډ وخورئ
هره مور باید د امېندوارۍ په دوران کې فولیک اسیډ او فیروس سلفاټ درمل واخلی، امېندوارۍ ناروغی نه ده، دا یو طبیعی او فزیولوژیک حالت دی، د دې درملو اخیستل مور د وینې له کمښته راګرځوی او مور د امېندوارۍ په وخت کې ماشوم له خپلې وینې تقویه کوی.

۱۲- د ماشوم له پیدا کیدلو څخه درې ساعته مخکې روغتون ته مراجعه وکړئ تر څو تاسو ته کوم زیان ونه رسیږی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares