د وخت پېژندونکو کسانو ۱۰ غوره عادتونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل

آیا ساعت، په پرله پسې توګه تاسو ته د دې یادونه کوی، چې ځنډ مو کړی دی؟ که چېرې ځواب مو هو وی، نو لاندې موارد ستاسو په درد خوری، په غور سره یې مطالعه کړئ، ترڅو تاسو هم یو وخت پېژندونکی فرد شئ:

۱ـــ له خوبه په وخت را پورته شئ:
داسې ښکاری، چې ډېری خلک په وخت له خوب څخه په راویښېدلو او له بسترې څخه په پورته کېدو کې ستونزې لری. په ځنډ سره رسېدل د یوه ستړی کوونکی ګرد باد په څېر دی، له دې اروایی فشار زېږونکی څرخ او همېشنۍ دمې څخه د ډډه کولو لپاره، وخت وټاکۍ، چې څه وخت باید له خوب څخه را ویښ شئ او څه وخت کار لرئ، د ساعت زنګ تنظیم کړئ. که چېرې تاسو هر سهار د درېدو تڼۍ پرځای، د چرت وهلو تڼۍ ته فشار ورکوئ. نو دا ټاکنه د خپل ساعت له زنګ څخه بهر کړئ او له هغې څخه را بهر شئ، ترڅو پرځای یې له بسترې څخه را بهر شئ.

۲ ـــ په سهار کې د چمتووالی لپاره او په شپه کې د مخکې ویده کېدلو لپاره پلان جوړ کړئ:
که چېرې تاسو پلان ولرئ، سهار به حیرانونکی وی، دا وټاکئ، چې غواړئ څه ډول جامې واغوندئ او څه ډول بوټونه په پښو کړئ. که چېرې له بل بکس څخه ګټه واخلئ، نو هر څه له یوه لاسی بکس څخه و بل لاسی بکس ته ولېږدوئ.

کله چې تاسو بیړه لرئ، ښایی د وخت د نه له لاسه ورکولو لپاره کیلی ګانې او یا نورو څیزونه پرځای پرېږډئ او د هغو د نه هېرولو له امله وخت له لاسه ورکړئ. دا سم کار نه دی، چې د یوې دریشی او یا هم د یوې کرتۍ لپاره وخت له لاسه ورکړئ.
د شپې د وخته هغو مواردو ته، چې اړتیا لرئ، لېست یې کړئ:
د بېلګې په توګه: له یخچال څخه د خوړو را اخیستل، ورزشی بکس چمتو کول او یا په غونډه کې د وړاندې کولو لپاره اړین توکی.

۳ ـــ په کافی اندازه وخت په پام کې ونیسئ:
هره هغه کړنه، چې له کور څخه تر وتلو مخکې یې ترسره کوئ، په پام کې ونیسئ. له بیړې کولو پرته، ترڅو چې ځان وینځئ او خپل وېښتان ږمنځوئ او جامې اغوندئ څومره وخت به ونیسی؟

که چېرې ماشوم لرئ، هغه ته خواړه ورکول او جامې ور اغوستل هم په خپلو نورو کارونو ور زیات کړئ، نو وې ټاکئ، چې څومره وخت به ونیسی او د ټرافیکی ګڼه ګوڼې، ودانیزو کارونو او ککړې هوا په پام کې نیولو سره، خپلې موخې ته ورسېږئ.

۴ ـــ خپله ورځ تنظیم او لومړیتوب بندی کړئ:
هره ورځ سهار، هغه څه چې غواړئ، د ورځې په اوږدو کې یې ترسره کړئ، نو لېست یې کړئ، ترڅو له تاسو سره مرسته وکړی او له ګډوډونکو حواسو څخه مو مخنیوی وشی او د دې سبب شی، چې خپلې دندې د لومړیتوب پر بنسټ تر سره کړئ او هڅه وکړئ، ترټولو سخت او ستر کارونه، چې ډېر وخت ته اړتیا لری، د هغه وخت لپاره پرېږدئ، چې حالت مو ښه او په کافی اندازه وخت ولرئ، دغه راز یو تش وخت هغو کارونو ته ځانګړی کړئ، چې ښایی په ناڅاپی توګه را منځته شی.

۵ ـــ کله چې اړتیا لرئ او اړینه ده، نه ووایئ:
آیا ډېری وخت له تاسو څخه غوښتل شوی، چې ډېر وخت په پام کې ونیسئ او ډېرې دندې ترسره کړئ؟
ښایی له بریده زیات له داسې موضوعاتو سره لاس و ګرېوان شوی وئ، چې د دې سبب شوی، څو خپله پروژه مو ځنډنۍ شوې وی او تر شاه مو غورځولې وی. د دې پېښې د رامنځته کېدو پرځای کولای شئ:
ځواب: اجازه راکړئ، چې خپل پروګرامونه مې بررسی کړم، بیا تاسو ته خبر یا ځواب درکوم.

۶ ـــ د خپل ځان د توازن او کنټرول لپاره هڅه:
آیا ستاسو د کارونو لېست له هغه څخه ډېر اوږد دی، چې باید وی؟
ښایی مدیریت کول یې ستاسو لپاره له بریده زیات سخت وی، انعطاف منونکی واوسئ او اجازه ورکړئ، چې وخت له هغو پېښو سره چې په ناڅاپی توګه را منځته کېږی، مقابله وکړی. هوښیار او ځیرک خلک دې ته لېواله دی، چې خپل ډېر کنټرول ښکاره کړی او ترې ګټه واخلی.

هغوی ډېر کم تحریم کوونکی دی او د متوازن ژوند تګلاره ساتی، د هغوی نه یوازې د کار پیل یې په وخت دی، بلکې دا ټاکی، چې د هر کار د ترسره کولو لپاره باید څومره وخت مصرف کړی او په ښه توګه پوهېږی، چې څه وخت پای ته رسېږی.

۷ ـــ ګډوډونکی حواس:
ډېره سخته ستونزمنه ده، چې یو اوږد کار بشپړ کړئ او له پرله پسې دمو سره سره وکولای شئ، خپل کور یا دفتر پرېږدئ، په داسې حال کې، چې تاسو نه شئ کولای، چې د هرې دمې لپاره کوم ځواب، کله او څه وخت ورکړئ، ترڅو وکولای شئ، له هغو څخه مخنیوی وکړئ، مګر دا چې د کار پرمهال خپله اړیکیزه دستګاه یا کمپیوټر ګُل کړئ. موسیقی اورېدل، د لنډ مهالې خوښۍ سبب ګرځی، خو کولای شی، چې ګډوډونکی حواس مو زیات کړی او تاسو د کار کولو او پرمختګ پرمهال تمرکز ته اړتیا لرئ.

۸ ـــ په ټولنیزو رسنیو کې خپل وخت مدیریت کړئ:
ټولنیزې رسنۍ بېلابېلې او ارزښتمنې سرچینې دی، دې ته په نا پام سره، څه تاسو له هغو څخه د بوختیاوو په توګه ګټه واخلئ، څه ورځنی خبرونه ولولئ، څه له نورو سره اړیکه ټینګه کړئ، کولای شی، ستاسو په کار کې اوږد مهالی ځنډ را منځته کړی. که چېرې له ټولنیزو رسنیو څخه ګټه اخلئ، تر ډېره په دې باندې پوهېږئ، څومره آسانه کېږی، چې په هغو کې خپل وخت تېر کړئ.

۹ ـــ آیا تر اوسه په دې دلیل، له هغه څخه ډېر چې په پام کې مو و، په لیکه پاتې شوی یاست:
کله چې لیدنه کتنه او یا مرکه لرئ او یا له کار څخه د رخصتېدو وخت دی، د خپل فېسبوک او ټویټر له چک کولو څخه ډډه وکړئ، کله چې وزګار وئ، نو کولای شئ، کم ارزښته کارونه ترسره کړئ، خو بل وخت هېڅکله نه. د ورځې او شپې په اوږدو کې آرام کول او ویده کېدل ډېر مهم دی، که چېرې تېره شپه ښه نه یاستئ ویده شوی، نو د ذهنی او جسمی کړنو مخه مو نیسی، که چېرې په شپه کې مو خوب ګډوډېږی، د خپل خوب تخت د مېز ترڅنګ یو کاغذ کېږدئ، خپلې نظریې او کارونه تنظیم کړئ، ترڅو په پایله کې وکولای شئ، ویده شئ، په دې صورت کې له یاددښتونو او هغو ته د حل لارې له پیدا کولو سره سره به سهار په ډېرې انرژۍ سره له خوبه را ویښېږئ. دغه راز په سبا ناری کې د ښو او مغذی خوړو خوړل د انرژی او فعالیتونو د ډېرښت سبب ګرځی، په کار او دنده باندې د تمرکز له ډېرښت سره مرسته کوی.

۱۰ ـــ د خپلو معلوماتو بررسی او ارزونه:
ګڼ شمېر لاملونه شتون لری، چې دا چاره ځنډنۍ کوی. په وخت پېژندونکو افرادو باندې څېړنه دا څرګندوی، چې مقابل افراد یې تر ډېره هغه کسان دی، چې په ژور خپګان او اروایی فشار باندې اخته کېږی او هغوی ډېر ځنډ کوی ( دا کسان تر ډېره ځنډ کوی )
که چېرې ستاسو دا ځنډونه د یوې ځانګړنې ناروغۍ او لاملونو په خاطر نه دی او یوازې په خاصو مواردو کې ځنډ کوئ، نو دا معلومه کړئ، چې څه څیز د وروسته پاتې کېدو لامل شوی. ښایی دا موضوع ستاسو د کارونو په سمه توګه د نه سازماندهی کېدو له امله وی او یا هم بل کوم لامل ولری: لکه: ستاسو پیغامونو ته په وخت ځواب نه ورکول، د خرید یو لېست لیکل او یا حتا مطالعه کول.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares