غنی د ابو نه مدیریت یو لوی ناورین وباله

افغان ولسمشر د اوبو نه مدیریت یوه لویه فاجعه او ناورین وباله او له لمریزې او بادی برېښنا پر مټ یې د اوبو څخه په ګټې اخیستنې ټینګارو کړ.

ښاغلی غنی دغه څرګندونې تیر ماښام په ارګ کې د نړیوال اقلیم د تغیز اوونۍ په مراسمو کې وکړې او ټنګار یې وکړ، چې په نېږدې راتلونکې کې به د آبی برېښنا په پرتله د لمریزې برېښنا بیه راټیټه شی.

په دغه مراسمو کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې رییس شاه زمان میوند وویل، چې د اقلیم بدلون په نړیواله کچه یوه لویه ستونزه ده او افغانستان هم د هغو له خنډونو او زیانونو سره لاس او ګرېوان دی.

نوموړی و ویل، چې د اقلیم له تغیر سره مبارزه یوازې د دوی د ادارې کار نه بلکې د ټولو ادارو، بنسټونو او خلکو مسوولیت دی.

میوندی د حکومت پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې که خپله په دې مبارزه کې برخه نه اخلی، نو د حکومت د هغه کارونو پر وړاندې دې د خنډونه نه جوړوی، چې غواړی د چاپېریال ساتنې له پاره ځینې پروژې پلې کړی.

په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې پوهنځی یوه ځوان زده کړیال له چارواکو د مسوولو کسانو په توګه وغوښتل، چې د چاپېریال ساتنې او نورو برخو کې له ځوانو ظرفیتونو کار واخلی.

په دې مراسمو کې ولسمشر غنی له طبعی پانګې ګټه اخیستنه او په دې برخه کې زده کړې د اقلیم په بدلون کې خورا مهمې وبللې او ویې ویل، چې یوازې د معلوماتو لېږدل مسوولیت نه دی، بلکې هر کس باید په دې برخه کې ځان مسوول وګڼی.

ښاغلی غنی د چاپېریال ساتنې په برخه کې د اوبو نه مدیریت یوه لویه فاجعه او ناورین وباله او له لمریزې او بادی برېښنا پر مټ یې د اوبو څخه په ګټې اخیستنې ټینګارو کړ.

دغه راز ولسمشر غنی د ځنګلونو مدیریت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې ځنګلونه د افغانستان ملی پانګه ده او موږ باید د دغه ملی پانګو تر منځ ځنځیری ارزښت رامنځ ته کړو.

ولسمشر وویل، چې نوې طبعی سرچینې شتون لری خو له هغو څخه ګټه اخیستنې له پاید په بهر کې مېشتو افغانانو او نړیوالو پوهنتونونو سره اړیکې باید رمنځ ته شی، او دغه راز ځوان نسل باید د طبعیت له پاره کار وکړی نه د هغه پر ضد.

ښاغلی غنی ټینګار وکړ، چې تر هغه چې سیالی ونه کړو څوک نغدې پیسې نه راکوی او نه هم له پانګونې او نړیوالې پانګونې کې له سیالۍ پرته افغانستان پر خپلو پښو درېدای شی.

نوموړی زیاته کړه، چې د اقلیم بدلون سره د مبارزې په برخه کې باید لنډمهالې، منځمهالې او اوږد مهاله نظریات او لیدنې ترتیب او بېلابېلې ادارې په دې برخه کې همږی رامنځ ته کړی.

د ولسمشر غنی په وینا د اقلیم تغیر پوله نه پېژنی او د هغو د مخنیوی له پاره باید نوې شبکې رامنځ او له طبعی سرچینو د ګټې اخیستنې کړنلارې باید په اساسی ډول بدلون وکړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares