محمد اکرم خپلواک هم له خپلې دندې لاس په سر شو

د سولې عالی شورا د دارلانشاء رئیس او د ولسمشر سیاسی سلاکار محمد اکرم خپلواک هم له خپلې دندې استعفا وکړه.

ښاغلی  خپلواک پر خپل رسمی ټوېټر لیکلی، چې د کابینې په غونډه کې له خپلې دندې څخه استعفا وکړه.

نوموړی په خپل استعفا لیک کې له ولسمشر مننه کړې، چې پر ده یې باور کړی و او اوس یې د ده استعفا منلې ده.

خپلواک ویلی« نن مې د کابینې په غونډه کې له خپلو رسمی دندو څخه رسماً استعفا ورکړه، له جلالتماب جمهور رئیس څخه له زړه مننه کوم چې زما استعفا یې ومنله، له رسمی ماموریت ور اخوا زما تعهد او ملاتړ به د سولې په شمول په ټولو ملی برنامو کې له ولسمشر سره د تل په څېر وی.»

خپلواک د خپلې استعفا لامل نه دی په ګوته کړی.

باید و ویل شی دا په تېرو څو میاشتو کې د افغان حکومت څوم لوړ پوړی چارواکی دی، چې له خپلې دندې لاس په سر کېږی.

تر دې وړاندې د مالیې وزیر اکلیل حکیمی، د ښار جووړنې وزیر سید سعادت منصور نادری، د ملی امنیت شورا سلاکا محمد حنیف اتمر، د ملی امنیت شورا سلاکار حکمت نورزی، د ملی امنیت شورا د دفتر رییس تواب غورځنګ، افغانستان کې د هند سفر شیدا محمد ابدالی خپلې دندې پرېښې دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.