په میوند کې ۱۷وسله وال وژل شوی

د میوند ولسوالۍ په بند تیمور سیمه کې د قاطع ملاتړ ځواکونو په هوایی بریدونو کې د وسله والو طالبانو یو لوی مرکز له منځه وړل شوی دی.

د کندهار دوالی ویاند عزیزاحمد عزیزی باوری خبری سرچینه ته وویل چې په دغه هوایی بریدونو کې ۱۷وسله وال طالبان وژل شوی دی.

نوموړی زیاته کړه چې د له تېرې ورځې راپدېخوا یې په یاده سیمه کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف د میوند، ژړۍ او پنجوایی ولسوالیو ګډو امنیتی قواوو عملیات پیل کړی و چې تېره شپه پای ته ورسېدل.

نوموړی زیاته کړه چې تر عملیاتو وروسته په سیمه کې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو د مخینوی په هدف امنیتی پوستې ځای پر ځای شوی دی.

میوند د کندهار له نا امنیه ولسوالیو څخه بلل کېږی چې د چارواکو په وینا د هلمند له شمالی ولسوالیو سنګین او موسی کلا سره د طالبانو د تګ راتګ لارې ورڅخه تېرې شوی.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دی ویلی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.