ویسټ انډیز د شل اوریزو سیالیو لړۍ هم وبایلله

تېره شپه د هند او ویسټ انډیز ترمنځ د شل اوریزو سیالیو لړۍ دویمه لوبه ترسره شوه چې په یاده سیالۍ کې هندۍ لوبډلې دویم بری هم ترلاسه کړ او د لړۍ دوه پرله پسې سیالیو په ګټلو سره یې یاد سیریز مخکې له مخکې په خپل نوم کړ.

 د دغې لوبې بچه ویسټ انډیز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه هند په ټاکلو شل اورونو کې  د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره د (۱۹۷) منډو هدف ویسټ انډیز ته وټاکه

په توپ وهنه کې د هند لپاره ترټولو ډېرې منډې روهیت شرما چې سلیزه یې پوره کړه( ۱۱۱ )منډې جوړې کړې او په نړیوال شل اوریزه کرېکټ کې د ده دا څلورمه سلیزه وه چې په خپل نوم یې ثپت کړه  همدارنګه شېکر داون هم (۴۳) منډې جوړې کړې.

ویسټ انډیز لپاره په توپ اچونه کې خاری پیرر یو لوبغاړی  او همدارنګه فابیین آلین هم یو لوبغاړی وسوځوه.
ویسټ انډیز لوبډلې د (۱۹۷) منډو په ځواب کې په ټاکلو شل اورونو کې د( ۹) پر سوځېدو سره ټولې( ۱۲۴) منډې جوړې کړې  او سیالی یې پر (۷۱ )منډو باندې وبایلله ، د یو ورځنیو لوبو ترڅنګ یې د شل اوریزو سیالیو لړۍ هم وبایلله.!

ویسټ انډیز لپاره په توپ وهنه کې ډوین براو (۲۳ ) دنیش رمدین( ۱۰) هټمیر (۱۵) تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې خو هدف یې ترلاسه نکړ.

د هند لپاره په توپ اچونه کې کلدیپ یادا، بومرا، بونیشور کمار  او خلیل احمد تر نورو ډېر دوه دوه لوبغاړی له مخې پورته کړ.
یاده سیالی هندۍ لوبډلې د (۷۱ )منډو  په توپیر وګټله او د لوبې غوره لوبغاړی روهیت شرما وټاکل شو چې سلیزه یې بشپړه کړې وه.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.