ټرمپ د امریکا لوی څارنوال له دندې ګوښه کړ

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ لوی څارنوال جیف شیشنز له دندې لرې کړی او د هغه پر ځای یې میتهیو وایټکر په موقت ډول ټاکلی دی.

ټرمپ د امریکا د منځهاله ټاکنو یوه ورځ وروسته چې ویل کېږی دموکراتان په کې مخکې دی لوی څارنوال له دندې ګوښه کړی دی.

ټرمپ ژمنه کړې، چې که دیموکراتانو په دې برخه کې تحقیقات او پلټنې پیل کړې نو هغه به یې مخه ونیسی.

رویټرز خبری آژانس د خپلو سرچینو له قوله ویلی، د سپینې ماڼې رییس جان کیلی پرون چهارشنبې څارنوال سیشنز ته تلېفون وکړ او ورته ویې ول چې خپله دنده پرېږدی.

په ورته وخت کې خپله څارنوال سیشنز ولسمشر ټرمپ ته په استولی استعفی لیک کې لیکلی«ستان په غوښتنه مې استعفی وکړه.»

ټرمپ دا مهال میتهیو وایټکر په موقتی توگه د سیشنز پرځای ټاکلی او ویلی یې دی، چې ډېر ژر به یو کس دغې دندې ته وټاکی.

ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه په داسې وخت کړې، چې د ېموکرات ګوند د استازو په مجلس کې اکثریت څوکۍ ګټلې دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.