ولسمشر غنی د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

 ولسمشر غنی د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره په ګلخانې ماڼې کې وکتل او پر ځینو مسایلو یې ورسره خبرې وکړې.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې مذاکراتو ملاتړ وکړ او همدارنګه یې د افغانستان او ترکمنستان لویې پروژې او د دواړو هېوادونو اقتصادی همکارۍ د سیمې د امنیت، ثبات او د خلکو د ژوند د هوساینې لپاره ګټورې وبللې.

سرچینه زیاتوی مرادوف زیاته کړهو چې هېواد یې د سیمه ییزو پروژو په برخه کې لا ډېرو همکاریو ته چمتو دی.

په ورته وخت کې ولسمشر ترکمنستان د افغانستان ښه دوست او شریک یاد کړ او د لویو پروژو د تحرک او د سیمې د ثبات لپاره یې د ترکمنستان هڅې ګټورې وبللې.

ښاغلی غنی ویلی، د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د برېښنا د لېږد په ګډون د لویو پروژو ګټه به د سیمې ټولو هېوادونو ته ورسېږی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares