له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو عملی پلان جوړېږی

افغان او پاکستانی چارواکو پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه خبرې کړې او هوکړه یې کړې، چې د دغه کډوالو د ایستلو له پاره به یو عملی پلان جوړ کړی.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د مرستیالې مېرمن عالمی په مشرۍ افغان پلاوی پرون په اسلام آباد کې د پاکستان د کډوالو چارو مسوولو چارواکو سره کتلی او پر افغان کډوالو یې ورسره خبرې کړې دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، په دغه ناسته کې دواړو غاړو هوکړه کړې، چې له پاکستان د کډوالو د ایستلو له پاره باید یو منظم پلان جوړ شی، څو په تدریجې او بشپړه توګه افغان کډوال بېرته خبل هېواد ته ستانه شی.

پاکستانی چارواکو په دغه ناسته کې ژمنه کړې، چې د کډوالو د ایستلو لپاره به له فشار کار نه اخلی، خو باید په دې برخه کې جوړېدونکی پلانونه کارنده او عملی وی.

په ورته وخت کې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت ویلی، د افغانستان او پاکستان تر منځ د عمل ګډ پلان کې شپږ بیلابیلې کمیټې ځانګړې شوی، چې هره یوه یې په جلا توګه کارکوی.

د کډوالو چارو وزارت د مرستیال ویاند محمد رضا باهر په وینا په دې کمېټو کې یوه یې د وګړو ګمیټه ده، چې د کډوالو په برخه کې کار کوی او د دې برخې خبرې پرمخ وړی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې دمګړی په پاکستان کې ۱،۴ میلیونه راجستر شوی او تر یو میلیون پورې ناراجستر شوی کډوال ژوند کوی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.