د یویشتمې پیړۍ افغانې نجونې نور د پیریانو په ژبه نه غږیږی

د ټیکنالوژۍ په دې عصر کې افغانۍ پېغلې په دې وتوانېدلې، څو خپل غږ پورته او تر نورو یې ورسوی. د دې ټولنې ځینې ناوړه دودونه د دې لامل شوی، چې د ښځو پر مخ د پرمختګ نږدې ټولې دروازې وتړل شی. له ښوونځی، لېسې، پوهنتون او نورو علومو څخه په کلونو- کلونه بې برخې پاتې شوې. د دغسې نجونو پر ځان باور بیخی له لاسه ورکړی او ډېری یې آن په اروایی ستونزو اخته شوی.

د پېریانو په ژبه یې خپل مشاعر په ډاګه کړل، خو د پېرې خبرو ته چا غوږ ځکه نه نیوه، چې ترې ډار یې لاره. اوس چې ټکنالوژی د هر کور دروازه وټکوله او د دوی په نیمژوانده وجود کې ساه راغله، طبیعی ده چې نارینه به ورته د شک په سترګه ګوری. په همدې ټولنیزه شبکه کې چې خپل فعالیت او ما فی الضمیر خبرې وکړی، بدنامه شی، د بدې ښځې په سترګه ورته کتل کیږی. له هرې خوا پرې داسې د تهمت کاڼۍ وریږی؛ لکه یوه نامسئوله ډله چې د خپل خواهشاتو له مخې کومه مظلومه په عام محضر کې تر سنګسار لاندې نیسی.

ښه ده چې ښځې او نجونې پریښودل شی چې خپلې خبرې وکړی ، که نه دوی به ټول عمر ړندې او د پیریانو په ژبه به به درسره غږیږی.

که خبره د خدای او د رسول شی نو نارینه او ښځینه و ته یو ډول خطاب کیږی، که زوی دې بدفعله شی لمن پرې غوړوې خو که په لور او خور شکمن شی سم له واره یې فیصله کوې، دا کوم انصاف څۀ ډول ننګ دی؟

دا کوم دؤد او کوم غیرت دی؟ که وی نو د دغسې ناوړه دود تغیرول فرض دی.

ښځې هم ستاسې په څیر زړه لرې؟ غوښتنې لری، هیلې لرې. امیدونه خو یې مه پوښته.

په سهولتونو کې د انسانیت له مخې باید توپیری چلند ونشی.

بد، بد وی او که هر څوک بد کوی، خطا کوی!

د مالوماتو د زیاتوالی، د نړۍ له تحولاتو څخۀ خبرېدو او د فکر بدلون لپاره هېڅ جنس باید ځولانه نه شی.

دلته باید د زړۀ پرځای د ماغز او د جاهلیت د فکرونو پرځای روڼ اندو فکرونو ته پام وشی او هر څوک باید خپل فکر، وجدان او ضمیر د ځان لپاره قاضی وګرځوی.

او هره ډلۀ دې د هر عمل او کار په کولو کې لومړی خپل حېثیت، شخصیت او د کورنۍ عزت په پام کې ونیسی.

که تاسې خپلو خویندو ته دا واک نه ورکوئ نو لطفا دا نورې هم د چا خویندې دی، په سپکه مه ورګوری، او هره کړنه او تصرف یې د خپلې غریزې له مخې مه ټاکئ.
ــــــــــــــــــــــــــــــ
ش ـ سلګۍ

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.