هرات کې تر لنډې نښتې وروسته غله نیول شوی

هرات ولایت کې درې تنه وسله وال غله تر یوې لنډې نښتې وروسته د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د پولیسو او غلو تر منځ نښته تېره شپه د هرات ښار په نو آباد سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هرات له امنیه قوماندانۍ خپره شوې خبرپاڼه وایی، غلو په ښار کې د غلا کولو هوډ درلود، چې د پولیسو ګزمه پرې ورپېښه شوه.

په خبرپانه کې ویل شوی، چې د پولیسو له رسېدو سره هم غلو پر هغوی ډزې کړې، چې پولیسو هم په ځوابیه ډزو لاس پورې کړی دی.

خبرپاڼه وایی، د پولیسو په ډزو کې یو غل ټپی شوی او دوه تنه نور نیول شوی دی، چې دا مهال تر پلټونو لاندې دی.

سرچینه زیاتوی، چې له غلو څخه یو میل تومانچه او یو عراده موټرسایکل هم تر لاسه شوی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.