دوه افغان پوځیان او درې پاڅونوال وژل شوی

په ختیځ کې د پوځ چارواکی وایی، ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوایی برید کې د افغان پوځ دوه سرتېری او درې ځایی پاڅونوال وژل شوی دی.

دغه هوایی برید تېره شپه د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې شوی دی.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند جګړن هارون یوسفزی وایی، هوایی برید د نازیانو ولسوالۍ په مورچه کلی کې شوی دی.

نوموړی زیاته کړه، چې په برید کې د ملی اردو دوه بریدملان وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی.

په ورته وخت کې ځینې سرچینې وایی، په دې هوایی برید کې درې سیمه ییز پاڅونوال هم وژل شوی او برید په تېردوتنې تر سره شوی دی.

د ننګرهار د والی ویاند عطاالله خوږیاڼی هم د برید پخلی کړی، خو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لری.

د ننګرهار په نازیانو کې دغه هوایی برید پر داسې مهال شوې، چې دوه ورځې وړاندې د دغه ولسوالۍ تر ۵۰۰ پورې اوسېدونکو د داعش پر ضد ولسی پاڅون وکړ.

پاڅونوالو پرون په خپلو لرې پرتو غرنیو سیمو کې د داعش پر ضد عملیات هم تر سره کړی او وایی له دغه ډلې سره به د افغان ځواکونو په شان جګړه کوی او تر هغې په دوام ولری، تر څو یې خپله سیمه د داعش له ظلمونو خلاصه کړې نه وی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.