د افغان پوځ ۱۴ سرتېری وژل شوی

تخار ولایت کې د افغان پوځ ۱۴ سرتېری د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.

ځایی چارواکو ویلی وسله والو طالبانو پرون د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د ملی اردو په یوه مرکز برید کړی وو.

د تخار امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرشید بشیر وایی، د طالبانو سرې قطعې له غرمې وروسته د خواجه غار ولسوالۍ په چارتراش سیمه کې د ملی اردو پر یوه مرکز برید وکړ.

نوموړی زیاته کړه، چې د طالبانو په دې برید کې د افغان پوڅ ۱۴ سرتېری وژل شوی او ۷ نور ټپیان شوی دی.

د هغه په وینا د طالبانو د برید پر مهال د پولیسو په ګډون تازه دمه سرتېری سیمې ته ورسېدل، چې ورسره سم طالبان ماته او تر ۲۰ تنو پورې مرګ ژوبله ورته واوښته.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares