ولسمشر غنی دکابل د ورستیو بریدونو له اسنادو سره معصوم ستانکزی او ویس برمک اسلام اباد ته استولی

د صدای افغان (آوا )په نوم یوې شبکې لیکلی چې د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی ولسمشر ته د وروستیو بریدونو په تړاو ټلیفون کړی و خو ولسمشر ور سره له خبرو ډډه کړې.

دغه راز یاده شبکه وایی چې په افغانستان کې وروستیو ترهګریزو بریدونو په اړه د ملی امنیت رییس معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک له کره  اسنادو سره اسلام اباد ته تللی.

په یادو اسنادو کې دا ثابته شوې چې د کابل وروستی ترهګریز بریدونه په پاکستان کې تنظیم شوی وو

په ورته  وخت کې د ملی امنیت رییس څو ورځې وړاندې وویل چې د پاکستان په یو شمېر سیمو کې د ترهګرو د روزنې سرایونه موجود دی او د برید لپاره افغانستان ته استول کیږی.

تر اوسه په رسمی توګه افغان حکومت په دې اړه څه نه دی ویلی.

په تېرو څو اونیو کې د کابل په ګډون د هیواد یو شمېر ولایتونو کې خونړی ترهګریز بریدونه وشول چې پکې ګڼ شمېر ملکی وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares