غزل

بارکوال میاخېل
پاڼې را توی شوې که د ژوند ونې جامې و ایستې
د موسمونو ستم څومره جنازې و ایستې

“هره شېبه را ټکول ورونه استازو د مرګ
ځکه خو موږ هم د کورونو دروازې و ایستې”*

چا یې زموږ د بدنامۍ خبره وا نه ورېده
را پسې هر څومره رقیب که اوازې و ایستې

موږ ارمانونه د خپل روح په هدیره کې ښخ کړل
موږ د خوبونو له قبرونو نه خازې و ایستې

درده! په میو د ارام خو مې مدهوشه نه کړې
ته مې جانانه! له سرور او له مزې و ایستې

پیدا دې نه کړه بارکواله! د ژوند ورکه لیلا
ګنې خوارۍ خو دې اشنا بې اندازې و ایستې

ستاسو اعلانات دلته

About داود جبارخیل

داود جبارخیل د وي او ای ډیوه خبریال دی له ۱۹ کالو څخه له یوشمر داخلی او خارجې رسینو او یوشمیر د پښټو پاڼه سره د پښتو ،ا دب ، او کلتور دافغانانواو ښځو ستونزو باندی ځانګړي مقالي او راپورنه ليکي اوس باوري خبري سرچینې سره همکارده

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.