د افغان مهاجرینو د کمیټۍ ناسته ترسره شوه

د افغان مهاجرینو د ستونزو د حل د کمیټۍ عمومی مجلس د محترم مشر حاجی صاحب ارسلا خان خروټی په مشرۍ تر سره شو.
نوموړی مجلس چې د قران کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شو؛ ورپسې د کمیټۍ د مشرتابه لخوا په اجنډا کې پر شاملو موضوعاتو تفصیلی رڼا واچول شوه،
او په خاصه توګه دهغو کمپونو په اړه چې افغان مهاجرین پکې له یو لړ ستونزو سره مخ دی؛ دحل پر لارو چارو یې نظرونه وغوښتل شول.
ورپسې د کمیټۍ نورو اعضاوو په خپل نوبت د مهاجرینو د ستونزو او مشکلاتو په رابطه خپل نظرونه شریک کړل.
دغونډې اخیر کې دمحترم مشرتابه لخوا مربوطه مراجعو ته لازم هدایات صادر شول او غونډه د شیخ صاحب عبدالرحمن په دعا پای ته ورسیده.
( د افغان مهاجرینو دستونزو دحل کمیټۍ فرهنګی څانګه)

ستاسو اعلانات دلته

About داود جبارخیل

داود جبارخیل د وي او ای ډیوه خبریال دی له ۱۹ کالو څخه له یوشمر داخلی او خارجې رسینو او یوشمیر د پښټو پاڼه سره د پښتو ،ا دب ، او کلتور دافغانانواو ښځو ستونزو باندی ځانګړي مقالي او راپورنه ليکي اوس باوري خبري سرچینې سره همکارده

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares