د افغانستان د سولې په اړه د مسکو کنفرانس ته د افغانستان د سولې عالی شورا د پلاوی مشر حاجی عزیزالله دین محمد د وینا متن

د افغانستان د سولې په اړه د مسکو کنفرانس ته د افغانستان د سولې عالی شورا د پلاوی مشر حاجی عزیزالله دین محمد د وینا متن:

۹ نومبر، ۲۰۱۸- مسکو

نحمده و نصلی علی رسوله الکریم، اما بعد:
د روسیې د فدراتیف دولت د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاروف او دسیمې د هېوادونو ډیرو محترمو هئیتونو مشرانو، غړو، د طالبانو محترمو استازو او د کنفرانس ګډونوالو!

خوشاله یم چې نن د افغانستان د سولې او امنیت په اړه یوې ډېرې مهمې ناسته کې ګډون کوو.

د افغانستان د سولې عالی شورا چې د یوه مستقل ارګان په حیث چې زه او زما سره ملګری محترم هیئت یې نماینده ګی کوو د ټول افغانستان څخه د د یو زر او شپږ سوه تنو علماوو، قومی مشرانو ،مدنی ټولنو ،ښځو، ځوانانو او د ټولنې د مختلفو اقشارو په غوښتنه جوړ شوی، د سولې لپاره باصلاحیته نماینده ارګان دی. د ملت د اکثریت برخې نماینده ګی پکې وجود لری او نن د افغانستان د خلکو په نمایندګۍ دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره راغلی یو. د روسیې د فدراتیف جمهوریت څخه مننه کوو، چې دا موقع یې برابره کړه چې د سیمې د هېوادونو استازی د افغانانو په شمول دلته سره جرګه شی،او په افغانستان کې د وینې د توییدو د مخنیوی لپاره په لارو چارو غور وکړی.

له ټولو محترمو هئیتونو څخه مننه کوم چې خپل قیمتی وخت یې دې مهمی موضوع ته ورکړ،او اشتراک یې وکړ.
د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د سولې عالی شورا د ټولو هغو هلو ځلو چې په سیمه یزه کچه او یا نړیواله کچه کیږی، قدردانی کوی او د مننې تر څنګ د دغسې ناستو د مثبتو او محسوسو نتایجو تر څنګ د شفافیت غوښتنه هم کوو.

په افغانستان کې روانې جګړې د افغانانو ژوند نهایت تریخ کړی او د افغانستان روانې بې ثباتۍ په سیمه او نړۍ هم اغېز کړی. د افغانستان فرد فردد له دغې جګړې ستړی دی. جګړه په افغانستان کې له حده واوښته او د دې هېواد په لکونو خلک یې ووژل. اوس هم هره ورځ زمونږ وطنوال شهیدانېږی. د کونډو شمېر له نیم ملیون واوښت. ماشومان مو ښوونځیو ته نشی تللی. په ښارونو کې مو ملکی خلک وژل کېږی او حتا په روغتونونو مو بریدونه کېږی. زمونږ درې نسله په جګړه کې را لوی شو. هغه جګړه چې پرون هم په مونږ تپل شوې وه او نن هم تپل شوې جګړه ده.

د افغانستان د سولې عالی شورا د سولې د باصلاحیته او د خلکو د نماینده ارګان په حیث تل د جګړې د پای ته رسولو لپاره هیڅ راز هڅې نه دی سپمولی او په دې اړه یې په وار وار په حکومت او طالبانو غږ کړی چې د جګړې د بندولو لپاره دې د سیاسی حل په تلاش کې شی او ټول هغه مسایل چې اختلافی دی او د جګړې باعث ګرځېدلی، د خبرو په مېز دې بحث پرې وشی. مونږ د پخوا په څېر یو وار بې د دې کنفرانس له لارې له طالبانو او حکومت څخه د بې قید وشرطه مذاکراتو پېلولو هیله کوو او غوښتنه کوو چې دا کنفرانس دې د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د مستقیمو مذاکراتو لپاره غږ پورته کړی. هره ستونزه په خبرو حل کېږی او هره جګړه بالاخره په سوله پای مومی. د بهرنیو ځواکونو حضور، طالبان د سیاسی پروسې برخه جوړېدل، اوربند اعلانول، د بندیانو ازادول او په اساسی قانون کې له معلومو قانونی لارو تعدیل راوستل هغه مسایل دی چې له دې مخکې د افغانستان حکومت ورته رضایت ښودلی. نو په همدې اساس د سولې عالی شورا د دې کنفرانس له محترمو هئیتونو او د طالبانو له محترمو استازوڅخه یو وار بیا هیله کوی چې د جګړې د پېچلتیا او لا ډېرو انسانی تلفاتو د مخنیوی په خاطر دې د مستقیمو مذاکراتو او بین الافغانی پروسې لپاره خپل غږ پورته او رضایت وښئی.

مونږ افغانان د ترهه ګرۍ د یوه قربانی ملت په توګه، د سیمې او نړۍ د امن لپاره هره ورځ د خپلو وینو نذرانه وړاندې کوو. تاسې ټولو ته دا ثابته شوې چې افغانانو تر ننه د نړۍ په هیڅ ډول ترهه ګریزه پېښه کې لاس نه دی درلودلی او هیڅکله یې هم د سیمې او نړۍ امن نه دی تخریب کړی. په همدې اساس خپلو ګاونډیانو، د سیمې هېوادونو او نړېوالو ته ډاډ ورکوو چې که په افغانستان کې سوله راشی، د نړېوال امن او ثبات لپاره به لا ډېر پراخ رول ادا کړو. مونږ په اسیا کې د مثبت رقابت، د ملتونو د هوساینې، سوداګرۍ او ښو اړیکو غوښتونکی یو.

د افغانستان جګړه نه یوازې افغانستان بلکې د سیمې ټولو هېوادونو ته ګواښ دی. که خدای مکړه دا جګړه لا نوره هم اوږده شی، نو وېره ده چې له فرصت څخه په استفادې نړېوالې ترهه ګرې ډلې یو ځل بیا افغانستان ته راشی او د سیمې او نړېوال امنیت ته جدی ګواښونه متوجه کړی. د همدغو ګواښونو او خطرونو د مخنیوی لپاره نن دلته را ټول شوی یو او باید دا کنفرانس د افغانستان خلکو ته د سولې یو محسوس او مثبت پیغام له ځانه سره ولېږدوی. مونږ هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د سیمه ایزو او نړېوالو منفی رقابتونو له امله د افغانستان جګړې ته لمن ووهی. مونږ نغواړو چې نور جنګ دوام وکړی او افغانستان، زمونږ ګاونډیان او د سیمې هېوادونه د اور په لمبو کې ونغاړل شی. که خدای مکړه وضعیت تر دغې کچې خراب شو، نو مهارول او د هغه اور مړه کول به زمونږ تاسې له وسه وځی.
په افغانستان کې زمونږ د خلکو تلفات په اوسط ډول له ۱۰۰ تنو اوړی، چې اکثریت یې ملکی وګړی دی. فقر، بېکاری، زده کړو او روغتیا ته نه لاسرسی زمونږ خلک مجبوروی چې نورو هېوادونو ته مهاجرتونه وکړی او د نورو هېوادونو د اوږو بار جوړېږی. د نړۍ افراطی ډلې له موجوده وضعیت څخه په ګټه اخیستو هڅه کوی چې افغانستان کې ځالې وکړی او دغه اور پراخ کړی.

بناَء د افغانستان خلک ستاسې د مخلصانه همکاریو او د سولې د نوید په تمه دی. نو باید د افغانانو تر منځ د خپل منځ اختلافاتو ختمولو لپاره په پراخ ډول مخلصانه، عملی او شفافې هڅې وشی. د سیمه ایزو رقابتونو ور اخوا دې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ مستقیمو مذاکراتو ته زمینه برابره کړای شی. ټول اختلافی مسایل باید د جنګ او وینې تویدنې له لارې نه بلکې له سیاسی او مذاکراتی لارو حل شی. د افغانستان امن، په ټوله مانا د سیمې امن او سوکالی ده. راځئ چې په ګډه سره دغه ارمان ته و رسېږو او اسیا یو ځل بیا د جګړې د میدان په ځای د سولې، انسانیت، پرمختګ او سوکالۍ سیمه وګرځوو.

په پای کې یو ځل بیا د روسیې فدارتیف دولت څخه د زړه له تله مننه کوو چې دا کنفرانس یې جوړ کړی او ستاسې ټولو درنو هئیتونو له ګډون څخه هم نړۍ مننه.

د سولې په هیله

ستاسو اعلانات دلته

About داود جبارخیل

داود جبارخیل د وي او ای ډیوه خبریال دی له ۱۹ کالو څخه له یوشمر داخلی او خارجې رسینو او یوشمیر د پښټو پاڼه سره د پښتو ،ا دب ، او کلتور دافغانانواو ښځو ستونزو باندی ځانګړي مقالي او راپورنه ليکي اوس باوري خبري سرچینې سره همکارده

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares