نن د د ولمشریزو ټاکنو مهالوېش اعلانېږی

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، د ولسمشرۍ د انتخاباتو مهالوېش کېدای شی چې نن شنبه اعلان شی.

د دغه کمېسیون د ویاند مرستیال عزیز ابراهیمی رسنیو ته وویل، د دغو ټاکنو د مهالوېش مسوده نهایی شوې ده.

نوموړی وویل له نېکه مرغه ځینو بنسټونو او جریانونو په دې اړه خپل نظریات شریک کړی او د جمهوری ریاست د انتخاباتو لپاره د مهالوېش مسوده هم نهایی شوې ده، احتمال لری چې نن شنبه اعلان او پر اساس یې د جمهوری ریاست د انتخاباتو کارونه عملی شی.“

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایی، د جمهوری ریاست د انتخاباتو د مهالوېش د اعلان په اړه یې د سیاسی ګوندونو، مدنی ټولنو او د انتخاباتو د څارونکو بنسټونو نظریات او وړاندیزونه په پام کې نیولی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخکې ویلی وو چې د جمهوری ریاست انتخابات به د راتلونکی لمریز کال د وری یا حمل د میاشتې په ۳۱ مه وشی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares