ولسمشر په بامیان کې د برښنا درې پروژې پرانیستې

ولسمشر محمد اشرف غنی پرون جمعه په بامیان کې د برښنا درې پروژې پرانیستې.

یوه پروژه د نېږدې ٢٢٠ کیلو ولټه برښناکوټ جوړول او بله د بامیان د شل زره نویو پیرودونکو لپاره د برښنا رسولو د توزیعی شبکې پروژه، درېیمه هم د انتقالی لین پروژه ده.

ولسمشر محمد اشرف غنی پرون په بامیان کې په دې اړه وویل:

”دغه برښنا د بامیان د لویو کانونو استفادې ته زمینه برابروی، په تر ټولو لنډ ممکنه وخت کې د نظر، ډیزاین او تړون له پړاو څخه د عمل مرحلې ته ورسېدو، د دې برښنا له راتګ سره به بامیان چې تل د رڼا مظهر و، دا وار د خلکو کورونه روښانه کېږی.“

د برښنا شرکت د معلوماتو له مخې، دغه درې پروژې شااوخوا ٨٠ میلیونه امریکایی ډالره ارزښت لری چې تړونونه یې مخکې د برښنا شرکت د عمومی رئیس او درېیو کمپنیو سره لاسلیک شوی دی.

د اسیا پرمختیایی بانک د دغو پروژو لګښت ورکوی چې کارونه به یې په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړ شی.

ولسمشر غنی پرون تر دې مخکې په دایکنډی ولایت کې هم د برښنا درې پروژې پرانیستې.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares