د اروپایی ټولنې یوه کمشنر له اوکراینه د اصلاحاتو د دوام غوښتنه کړې

د اروپایی ټولنې یوه کمشنر له اوکراینه غوښتنه کړې چې د اصلاحاتو پر لوری مخکې تګ ته ادامه ورکړی.

د دې ټولنې د پراختیایی چارو کمشنر یوهانس هان پرون دا خبرې د اوکراین په پلازمېنه کییف کې وکړې.

ښاغلی هان په کییف کې د اوکراین صدراعظم ولادیمیر هرویسمن ته د اوکراین په اړه د اروپایی ټولنې تازه راپور وړاندې کړ.

د اروپایی ټولنې دغه کمشنر وویل، دا مهمه ده چې د اصلاحاتو پروسه متحرکه وی چې دغه بدلونونه ثابت پاتې شی.

دا په داسې حال کې ده چې په اوکراین کې په مارچ میاشت کې د جمهوری ریاست او د راتلونکی میلادی کال په پاى کې پارلمانی انتخابات کېږی.

ښاغلی هان ټینګار وکړ چې د اداری فساد ضد هڅو په څېر مسایل دې له پامه نه غورځول کېږی.

په دې تازه راپور کې اروپایی ټولنې موندلې چې په اوکراین کې په لوړه سطحه یوازې یو څو کسان په اداری فساد محکوم شوی دی.

خو راپور وایی، اوکراین بیا هم د خپل قضایی سېستم د اصلاح لپاره اقدامات کړی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares