د نیویارک څارنوالانو سیزار سایوک​ په ٣٠ نورو جنایی مواردو تورن کړ

د امریکا د متحدو ایالتونو د فلوریدا اوسېدونکى چې مخکښو ډموکراتانو او د ولسمشر ډونالد ټرمپ نورو منتقدانو ته د بمونو په لېږلو تورن دى، له نویو تورونو سره مخامخ دى.

د نیویارک فډرال څارنوالانو پرون سیزار سایوک​ په ٣٠ نورو جنایی مواردو تورن کړ.

په دغو تورونو کې د ډېرو ویجاړوونکو وسلو کارول او د ایالتونو ترمنځ د منفجره وسیلو لېږدول شامل دی.

که چېرې دغه کس د محکمې له خوا محکوم شی، ښایی په عمری بند محکوم شی.

دى چې مخکې په پنځو جرمونو تورن شوى و، د ۴٨ کلن بند له احتمالی جزا سره مخامخ و.

سیزار سایوک د اکتوبر میاشتې په ٢۶مه په فلوریدا ایالت کې تر سختو کشفی عملیاتو وروسته ونیول شو چې له ضمانت پرته په توقیف کې دى.

چارواکی وایی، سایوک د امریکا بېلابېلو برخو ته تر لسو زیات بمونه د بستو په بڼه لېږلی دی.

دغه بستې پخوانیو ولسمشرانو بېل کلنټن، بارک اوباما او د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هلیری کلېنټن ته لېږل شوې وې.

خو دغه بمونه تر چاودلو مخکې کشف او شنډ کړاى شوی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares