ولسمشر ټرمپ: مونږ له زړورو افغان امنیتی ځواکو نو تر څنګ ولاړیوو

د امریکا ولسمشر وایی ځواکونه به یې له افغان زړورو سرتېرو سره څنګ په څنګ ولاړ وی.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته پخپله کلنۍ وېنا کې وویل چې په افغانستان کې یې جګړه په نویو قواعدو او اوصولو ولاړه ده.

نوموړی وایی ترهګرۍ سره په مبارزه کې ځواکونو پاتې کیدل به یې وخت سره تړلی نه وی.

ډونالډ ټرمپ چې تر ډېره یې اشاره پاکستان ته وه په زغرده وویل چې تر دې وروسته به یې مرستې د امریکا له دوستو هېوادونو سره وی نه هغوی سره چې د دوی پر وړاندې ترهګرې ډلې تربیه کوی.

(تر دې وروسته به له هغو هېوادونو سره حساب کیږی چې د دوی مرستې یې تر لاسه کولې خو د دوی پر وړاندې یې ترهګر روزل)

(د امریکا په مشرۍ نړېوال ایتلاف داعش ا و القاعده ته سخته ماتې ور کړې که هغه په هر هیواد کې وو)

د امریکا ولسمشر دغه راز په ایران او شمالی کوریا هم سختې نیوکې وکړې.

ده له کانګرسه وغوښتل چې له ایران سره د اتومی هوکړې ناقضه برخو باندې له سره فکر وکړی او دا هیواد پرینږدی چې اتومی وسله تر لاسه کړی.

همدا راز شمالی کوریا یې نړۍ ته یو ګواښ وباله او زیاته یې کړه چې دغه هیواد یو خطر ناکه حالت ته رسیدلی.

ټرمپ زیاته کړه چې یو شمېر جنایتکاران غواړی د کډوالۍ په پلمه امریکا ته داخل شی.

ده له کانګرسه وغوښتل چې د کډوالو لایحه دې تصویب کړی.

(غواړم یویشتمې پیړۍ سره د کډوالو قانون عیار کړم)

ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ورته وخت کې د ګوانتانامو زندان د خلاص پریښودو په اړه هم ټینګار وکړ.

نوموړی وویل چې تر دې وروسته به ترهګرو سره هغسې چلند کیږی کوم چې باید تر سره شی.

د امریکا ولسمشر کانګرس ته په داسې حال کې کلنۍ وېنا واوروله چې په کابل کې وروستیو ترهګریزو بریدونو د نړېوالو په تېره بیا د امریکا متحده ایالتونو پام د افغان حکومت ته اړولی دی.

ټرمپ وروستیو بریدونو ته په کتو له وسله والو طالبانو سره د هر ډول خبرو شونتیا رد کړه او پر وړاندې یې په سختې مبارزې له افغان حکومت سره د همکارۍ د دوام ډاډ ور کړ.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares