د کوکنارو مخنیوی په موخه غونډه تر سره شوه

دغه غونډه، چې د نشه یې توکو پرضد د مبارزې ریاست له لوری د روداتو ولسوالۍ په مقام کې جوړه شوې وه، په کې د نشه یی توکو پر وړاندې مبارزې رئیس، روداتو ولسوال، د یادې ولسوالۍ د ملکی او نظامی ادارو مسولینو، علماء کرامو، قومی مشرانو، بزګرانو او د سیمې یو شمېر نورو اوسیدونکو ګډون کړی وو.

د دغه غونډې پر مهال د روداتو ولسوال محمد نسیم شینواری وویل، که څوک کوکنار وکری ځمکه به یې اړول کیږی او د ځمکې خاوند سره به قانونی کړنه تر سره شی .

د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس محمد ادریس ساپی وویل، کوکنار د اسلام مبارک دین له نظره او د هېواد د نافذه قانون له مخې منعه دی، نو لازمه ده، چې ټول ځمکه لرونکی کروند ګر حلال فصلونه وکری.

نوموړی وویل، چې هر کال سلګونه ځوانان په نشه یی توکو روږدی کیږی که مونږ کوکنار ونه کرو او د نشه یی توکو کارو بار ونه کړو؛ نو راتلونکی نسل به مو پر نشه یی توکو له روږیدو وژغورل شی.

قومی مشرانو او د سیمې اوسیدونکو ژمنه وکړه، چې په خپلو ځمکو کې به د تېر په څېر حلال فصلونه وکری، دوی په خپلو سیمو کې د یو شمېر پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه، چې د مسئولینو له لوری ورته د پروژو پلې کېدو ډاډ ورکړل شو.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares