کالفورنیا کې اورلګېدنې ۱۵۰ زره کسان کډه کړی

د امریکا کلفورنیا ایالت کې د اورلګېدنې له امله تر اوسه ۹ تنه وژل شوی او سلګونه زره نور کسان له خپلو کورنیو وتلو ته اړ شوی دی.

ویل کېږی، کابو ۱۵۰ کلفورنیایانو د ځان ژغورې په موخه خپل کورونه پرېښی او بل ځای ته ګډه شوی دی.

اور یو ځای د کلفورنیا په شمال برخه او دوه ځایه نور هم د دې ایالت جنوب ته لګېدلی، چې د سیمه ییز چارواکو په وینا تر اوسه ۹ تنه په کې وژل شوی دی.

د چارواکو په خبره دغه کسان په یوه موټر کې د تېښتې په حال کې و، چې د اور د لمبو خوراک شوی دی.

له دې سره په څنګ ویل کېږی، چې لسګونه موټر هم ورک شوی، چې ښایی مرګ ژوبله ورسره نوره هم لوړه شی.

راپورونه وایی، په سیمه کې شدید بادونه د دې سبب شوی، چې د اور لمن پراخه شی.

عینی شاهدانو ویلی، د پارادایس مکمل سوځېدلې او دغه راز یې د ملیبو ښار او ځینې نورې برخې زیانمنې کړې دی.

سیمه ییز چارواکی وایی، په دغه اور لګېدنه کې لسګونه مغازې، هټۍ او مارکېټونه هم سوځېدلی او تر اوسه اور کابو شوی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares