د تروریستی بریدونو په تور د یوه ملا امام په ګډون شپږ کسان نیول شوی

د هرات پولیسو په دې ولایت کې په تروریستی بریدونو کې د لاس لرلو په تور یو ملا امام له پنځو نورو کسانو سره نیولى دى.
د هرات د امنیه قوماندانۍ د ویاند د دفتر سرپرست فرزاد فروتن وایی، دغې شپږ کسیزې ډلې د پښتون زرغون ولسوالۍ د بُلند آب کلی د جومات د ملا امام محمد ایوبی په مشرۍ فعالیت کاوه.
د هغه په وینا، د ترسره شوو څېړنو پر بنسټ یاد ملا امام له مودو راهیسې خپل کسان روزل او وروسته یې امنیتی سرتېری ترور کول.
فروتن زیاتوی، په تازه پېښه کې د تېرې پنجشنبې په ورځ د پښتون زرغون ولسوالۍ په بُلند آب کلی کې دوه پولیس ترور شول، چې د امنیتی ځواکونو تر څېړنو وروسته د پېښې دوه تنه عاملین د ملا محمد ایوبی په کور کې ونیول شول او پر خپل جرم یې اعتراف وکړ.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares