افغانستان، ازبکستان او پاکستان ګډ کمېسیون جوړوی

ازبک چارواکی وایی، په پام کې ده، چې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان تر منځ یو ګډ کمېسیون جوړ شی.

د ازبک چارواکو په وینا دغه  کمېسیون په سیمه کې د اقتصادی او بنسټیزو پروژو د ملاتړ او همکارۍ له پاره جوړېږی.

دغه څرګندونې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی عصمت الله ایرګاشیف بروکسل کې د افغانستان د مسایلو څېړلو په یوه غونډه کې کړې دی.

نوموړی ویلی، چې ازبکستان، افغانستان او پاکستان کولای شی، په سیمه کې د اقتصادی او بنسټیزه پروژو د ملاتړ او همکارۍ یو ګډ کمېسیون رامنځ ته کړی.

د هغه په وینا دغه کمېسیون به د افغانستان او پاکستان د اړیکو په ښه والی او دغه راز د زرګونه کاری فرصتونو د رامنځ ته کولو په برخه کې اغېزمن تمام شی.

د افغانستان له پاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی ایرګاشیف وایی، ازبک پلاوی د دغه طرحو په اړه د پاکستان د نوی حکومت له چارواکو سره هم خبرې اترې کړې دی.

عصمت الله ایرګاشیف وایی، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هم د ازبکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ د دې ګډ کمېسیون او د اقتصادی او بنسټیزو پرو څخه هرکلیکړی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares