هند د سیمې له هېوادونو غوښتی، چې د افغان سولې په برخه کې مرسته وکړی

هند وایی، په افغانستان کې د سولې له پاره د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د هر ډول خبرو ملاتړ کوی او د سیمې پر هېوادونو یې غږ کړی، چې د افغان سولې او ثبات له پاره همکاری زیاته کړی.

هندی چارواکو زیاته کړې،  که څه هم دوی د افغان سولې په تړاو د مسکو په غونډه کې ګډون نه دی کړی، خو هند په دغه هېواد کې د سولې او ثبات کلک ملاتړ کوی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند په نوی ډهلی کې د خبرو پر مهال ویلی، هند د افغانستان په سوله او سیاسی مذاکراتو کې هر ډول خبرو ته تیار دی، خو په مسکو کې جوړه شوې غونډه یوازې سولې ته د زمینې برابرولو هڅه ده.

د راویش کومار په خبره هند تل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرې غوښتې دی نو له همدې امله یې د مسکو غونډې ته حکومتی پلاوی نه دی لېږلی.

هغه وایی د مسکو غونډې ته یې غیر رسمی پلاوی لېږلی، ځکه هند یوازې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت سوله کې رسمی همکاری کولی شی.

هند د سیمې پر هېوادونو غږ کړی چې په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو ته زمینه برابره کړی او په دې توګه ټولې سیمې ته ثبات راولی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې په تړاو د مسکو غونډه پرون جمعه تر سره شوه، چې په کې د افغان سولې عالی شورا پلاوی او د وسله والو طالبانو استازو هم ګډون کړی وو.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares