طالبان د بهرنیو ځواکونو د وتو په اړه له امریکا سره پر خبرو ټینګار

د طالبانو د سیاسی دفتر رییس، عباس استانکزی وایی دوی غواړی لومړۍ له امریکا متحده ایالاتونو سره د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتو او همداراز د دې ډلې د سیاسی دفتر د رسمیت پېژندنې په اړه خبرې وکړی.

ستانکزی چې تېره ورځ له خبریالانو سره خبرې کولې وویل، طالبانو به د پورته دوو موضوعاتو تر منلو وروسته د افغانستان د کورنیو مسایلو په اړه له سیاسی ګوندونو سره خبرې وکړی.

دی زیاتوی:«د سولې خبرو لپاره زموږ موضوعات دوې برخې لری، لومړی دا چې له امریکایانو سره باید د ټولو مسایلو په اړه له ډلې یې د افغانستان نه د وتو په اړه خبرې وکړو او بل دا چې د تور نوملړ مسله ده او همداراز د طالبانو د سیاسی دفتر په رسمیت پېژندنه ده، پر دې مسایلو باید له امریکایانو سره خبرې وشی.»

د طالبانو دې استازی ویلی دی:«هغه مسایل چې تر ډېر پر افغانانو پورې تړاو لری، کورنی مسایل دی، لکه راتلونکی حکومت، اساسی قانون او نورو مسایلو باندې به له افغانانو سره خبرې وشی.»

هغه همداراز مسکو کې له خبریالانو سره به خبرو کې وویل چې د ښځو د ښوونې او روزنې په اړه ستونزه نلری.

ستانکزی په دې اړه زیاته کړې ده:«طالبان د خپل حاکمیت پرمهال هم د دې مسایلو مخالف نه وو، دا بې بنسټه پروپاګند دی. لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ طالبان یو نوی حکومت وه او له خپلو مخالفانو سره هم په جګړه کې وو، هغه وخت شرایط نه وو برابر شوی چې ټول حقوق خلکو ته ورکړل شی، هغه وخت د نارینه وو حقوق تامین نه وو. تر هغه ځایه چې اسلام ښځو ته حق ورکړی دی چې د زده کړې، کار ا و د ملکیت درلودل دی، موږ ورسره ستونزه نلرو.»

دا په داسې حال کې ده چې په مسکو کې د سولې عالی شورا او د طالبانو د استازو ترمنځ د ناستې پایله نه ده څرګنده.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares