ولسمشر غنی بامیانو ته د غځېدلو لارو د امنیت پر خوندیتوب ټنګار وکړ

ولسمشر محمد اشرف غنی د پوځ مشر ته سارښتنه کړې، چې بامیانو ولایت ته د ټولو غځېدلو لارو امنیت ته جدی پاملرنه او اقدامات تر سره کړی.

ښاغلی غنی او ورسره پلاوی پرون جمعه بامیانو ولایت ته ولاړ او هلته یې د دریو برېښنایی پروژو د پیل تر څنګ د دغه ولایت له نظامی او امنیتی چارواکو سره هم وکتل.

په دغه لیدنه کې د پوځ مشر محمد شریف یفتلی او د بامیانو د پولیسو مشر د دغه ولایت د عمومی امنیتی وضعیت په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې بامیان د هېواد په کچه یو له امن ولایتونو دی خو دغه ولایت اوسېدونکی یوازې د پر غځېدلو لارو له ناامنیو سره مخ دی.

دوی ټینګار وکړ، چې د دغه ولایت اوسېدونکی له خپلو امنیتی او دفاعی ځواکونو کلک ملاتړ دی او د امنیت په تامین کې ورسره همکار دی.

د ولسمشر غنی دوهم مرستیال سروردانش په دې ناسته کې و ویل، چې د بامیانو د خلکو غوښتنه د امنیت تامین دی او حکومت اړ دی، چې دې برخې ته جدی پاملرنه وکړی.

په ناسته کې ولسمشر غنی د پوځ مشر او نورو امنیتی چارواکو ته جدی سپارښتنه وکړه، چې بامیانو ته د غځېدولو لارو د امنیت له پاره جدی اقدامات تر سره کړی.

نوموړی ټینګار وکړ، چې د بامیانو خلک باید د دغه لارو د امنیت له تامین څخه ډاډمن او سوداګر وکولای شی په خوندی توګه تګ راتګ وکړی.

د ولسمشر په وینا په داسې حال کې، چې ژمی کې ځینې وخت د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ بنده وی، همدې ته په کتو باید د هغه بدیل لار چې له دوشی – بامیان او پروان – بامیانو تر منځ غځېدلې ځانګړی اهمیت لری.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares