د ولسوالیو بیا نیول د پوځی عملیاتو چمتووالی

د هلمند امنیتی چارواکی وایی د طالبانو لاسته د لوېدلو ولسوالیو د بیا نیولو لپاره مو د پوځی عملیاتو چمتووالی نیولی.

چارواکی وایی دې عملیاتو لپاره ډېرو پوځی تجهیزاتو ته اړتیا لرو او هغه ۵ ولسوالۍ به له طالبانو بېرته ونیسو چې په تېرو کلونو کې د یادې ډلې په ولکه کې وې.

د هلمند ولایت امنیه قومندان، جنرال عبدالرزاق وایی موږ د عملیاتو لپار تیاری نیولی دی او زموږ ځواکونه هم پوره دی، خو موږ د عملیاتو کولو لپاره ډیرو نظامی تجهیزاتو او زرهی وسایلو ته اړتیا لرو تر څو قوی عملیات تر سره کړو.

همداراز د هلمند والی، یاسین خان زیاتوی  بلکل موږ د پلان له مخې عملیاتونه جریان لری ځینی عملیاتونه مو اوږدمهاله دی او ځینی عملیاتونه مو لنډ مهاله دی، خو د سقوط شوو ولسوالیو لپاره موږ ډیرو نظامی تجهیزاتو ته اړتیا لرو.»

خو په هلمند کې د نسکورو شویو ولسوالیو د نه نیولو په اړه ولایتی شورا پر امنیتی چارواکو سختې نیوکې کوی.

د ولایتی شورا غړی، مجید اخندزاده وایی همدا لامل دی چې د حکومت او ولسی وګړو تر منځ واټن رامنځته شوی، حکومت په دې څو کلنو کې ونه توانید چې د هلمند د پنځه سقوط شویو ولسوالیو څخه آن یوه ولسوالی راخلاصه کړی.

د هلمند ولایت د باغران، موسی کلا ، نوزاد، دیشو او خانشین ولسوالۍ له ۱۵ څخه تر څلورو کلنو راپدیخوا په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو په والکه کې دی.

بل خوا د هلمند اوسیدونکی وایی هغه ولسوالۍ چې په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو په والکه کې دی اوسیدونکی یې په سختو حالاتو کې شپې او ورځې تېروی، او حکومت باید ډېر ژر د یادو د ولسوالیو د نیولو لپاره پوځی عملیات وکړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares