د انجونو نړیوال جام تېره شپه په دریو سیالیو پیل شو

د( ۲۰۱۸ )کال ښځینو شل اورېزه نړیوال جام سیالۍ تیره شپه د نومبر پر (۹) مه نېټه د ویسټ انډیز په کوربه توب د ( ۱۰) لوبډلو ترمنځ پیل شوې، او د نومبر میاشتې تر ۲۴مې نیټې پورې به دوام وکړی
په یاد جام کې  انګلستان، پاکستان، اسټرالیا، نیوزیلینډ  هندوستان، بنګله دیش،سریلانکا، جنوبی افریقا، آیرلنډ او ویسټ ا نډیز لوبډلې شاملې دی

همدا لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوی چې پر (الف ) ګروپ کې جنوبی آفریقا،   انګلستان، سریلانکا ویسټ انډیز، او بنګله دېش لوبډلې شاملې دې په (ب)ګروپ کې بیا آسټرالیا، هندوستان،  نیوزیلینډ،  آیرلینډ، او پاکستان لوبډلې شتون لری.

د جام په پرانسته لوبه کې تېره شپه هند د نیوزیلینډ سره د سیالۍ ډګر ته ووتل چې هند په ټاکلو شل اورونو کې د (۱۹۵) منډو هدف نیوزیلینډ ښځینه لوبډلې ته کېښود،  نیوزیلینډ یاد هدف ترلاسه نکړ د  شل اورونو په لوبولو سره یې ټولې ( ۱۶۰)  منډې جوړې کړې او سیالی یې په ( ۳۴)  منډو وبایلله.

بل خوا  د جام پر دویمه لوبه کې نن سهار وختی اسټرالیا او پاکستانۍ ښځینه لوبډلې سره مخ شوې اسټرالیا ښځینو پاکستان ته د (۱۶۵)  منډو هدف په شل اورونو کې وټاکه پاکستانۍ ښځینه لوبډلې یاد هدف ترلاسه نکړ او د (۸) لوبغاړو په سوځېدو سره یې ټولې( ۱۱۳) منډې جوړې کړې .سیالی یې د (۵۲) منډو په توپیر وبایلله.

د جام پر دریمه لوبه کې نن سهار وختی ویسټ انډیز او بنګله دېشۍ ښځینه لوبډلې سره مخامخ شوې چې ویسټ انډیز د( ۱۰۶) منډو هدف  بنکله دېشۍ لوبډلې ته وټاکه بنګله دېش ټوله لوبډله پر (۴۶) منډو وسوځېدله او سیالۍ یې پر (۶۰) منډو وبایلله.
په دغه جام کې سباته دوه لوبې ترسره کېږی، انګلینډ او سرېلانکا، بلخوا پاکستان او هندوستان سره  په سیالۍ کې مخ کېږی

د یادونې وړده چې د تېر( ۲۰۱۶) کال نړیوال جام اتلولی ویسټ انډیز شځینه لوبډلې ګټلې وه او سږکال په پر خپل کور کې د یاد جام دفاع کوی.

خان وزیر عابد.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares