کرکټ: ټاکل شوې سبا افغانستان د پاکستان په وړاندې لوبه ترسره کوی

د ۱۹ –کلنو نړیوال جام نیمه پایلوبې ته څلورو لوبډلو افغانستان، هندوستان، استرالیا او پاکستان لار موندلې وه چې یوازې دوه لوبډلې پایلوبې ته لار موندلې وه.

استرالیا او هندوستان نیمه پایلوبې گټلو پایله کې د ۱۹ – کلنو نړیوال جام پایلوبې ته ووتل او افغانستان او پاکستان به درېیم مقام خپلولو لپاره بله لوبه ترسره کوی.

د ۱۹ – کلنو نړیوال جام د مهالوېش پر بنسټ افغانستان به سبا یو ځل بیا د پاکستان پر وړاندې مهمه لوبه ترسره کړی.

د دغې لوبې گټونکی به د نړۍ درېیم مقام خپل کړی او د لوبې بایلونکې لوبډله به د نړۍ څلورمه غوره لوبډله شی.

له دې وړاندې افغانستان د ۱۹ – کلنو نړیوال جام په لومړی پړاو کې خپله لومړۍ لوبه د پاکستان په وړاندې ترسره کړه او دغې لوبې کې یی پاکستان ته په پنځو وېکېټو ماتې ورکړه.

هېره دې نه وی چې افغانستان د اسیا جام اتلولۍ کې هم دوه ځلی پاکستان سره مخامخ شوی و او هر ځل یی پاکستان ته په ستر توپیر په ماتې ورکولو بریالی شوی و.

افغانستان د اسیام جام اتلولی په پایلوبې کې پاکستان ته سخته او ستره ماتې ورکولو سره د دغه جام اتلولی خپله کړې وه.

دا ځل د ۱۹ – کلنو نړیوال جام کې هم افغانستان د دوهم ځل لپاره د پاکستان په وړاندې لوبه ترسره کوی.

دغه لوبه له یو شمېر نړیوالو تلویزیونونو په ژوندۍ بڼه خپرېږی او د تېرو لوبو په څېر به د کابل پر وخت د شپې دوه بجې پیل شی.

نړۍ نیوز

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares