د ملی اردو د څلورمی پلی لیوا لپاره نوی قوماندان وټاکل شوه

اروزګان کې د ملی اردو د څلورمی پلۍ لیوا لپاره ډګروال عبدالولی حقمل د نوی قوماندان په توګه وټاکل شوه.
نوموړی د شنبې په ورځ د یو ځانګړو مراسیمو پرمهال چې د اروزګان د څلورمی پلۍ لیوا قومندانۍ کې نیول شوه وه د اردو سرتیرو او منسوبینو ته وروپیژندل شوه.
ډګروال عبدالولی حقمل له دی وړاندی په کندهار،هلمند،او کاپیسا کې په نظامی برخو کې دندی ترسره کړی دی.
له دی وړاندی په اروزګان کې د څلورمی پلۍ لیوا قوماندان جنرال رحمت شاه قیمتی وه.
په ټولو کې د اروزګان د خلګو غوښتنې دادی چې دغه ولایت ته دی د پولیسو د قومندانی او په دغه ولایت کې د ملۍ اردو د څلورمی پلۍ لیوا لپاره داسی کس د قومندان په توګه وټاکل شی چې د امنیه په ښه کولو کې ښه رول ولوبه وی.

خبریال :احسان الله ولسمل

ستاسو اعلانات دلته

About کندهار څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares