ننګرهار کې تر اوسه ۲۵۰ داعشیان حکومت ته تسلیم شوی

سیمه ییز چارواکی وایی، ننګرهار ولایت کې له تېرو څو کلونو راهیسې په ننګرهار ولایت کې ۲۵۰ داعش وسله وال په انفرادی او ګروپ ډول حکومت ته تسلیم شوی دی.

د ننګرهار چارواکو زیاته کړې، چې په دې ډله کې د داعش ډلې شل کورنۍ هم شاملی دی او دا ډله اوس په ننګرهار کې سخته ځپل شوې ده.

د ننګرهار د والی ویاند عطاالله خوږیاڼی وایی، په ننګرهار کې اوس د داعش مهم مرکزونه، روزنځایونه او ځینې پټنځایونه له منځه وړل شوی، خو بیا هم د دوی جنګیالی په ځینو سیمو کې په انفرادی توګه جګړې کوی، چې پر وړاندې یې عملیات روان دی.

د هغه په وینا داعش په دریو ولسوالیو هسه مېنه، نازیانو او اچین کې اساسی مرکزونه درلودل، او له همدې ځایونو یې اکمالات کېدل، خو په عملیاتو کې اچین نېږدې ۹۵ سلنه له دغه ډلې پاکه شوې او په نازیانو او هسکه مېنه کې یې پر وړاندې عملیات دوام لری.

د ننګرهار د والی ویاند زیاتوی، چې په هکسه مېنه ولسوالۍ کې هم د داعش پټنځایونه او مرکزونه له منځه وړل شوی دی او د سیمې امنیت سیمه ییزه پاڅونوالو ته سپارل شوی دی.

د خوږیاڼی په د نومبر په ۱۰مه په مکررو پوځی عملیاتو کې هغه کسان چې د داعش راډیویی خپرونې یې چلولې هم وژل شوی دی.

خوږیاڼی په نازیانو کې د داعش پر وړاندې د عملیاتو د دوام خبر پر داسې مهال ورکوی، چې څو ورځې وړاندې د دغه ولسوالۍ کابو ۵۰۰ اوسېدونکو هم د داعش پر وړاندې پاڅون کړی دی.

پاڅونوالو ویل تر هغې به د داعش پر وړاندې د افغان ځواکونو په شان جګړه وکړی، تر څو یې خپلې سیمې د دغه ډلې له ظلمونو خلاصې کړې نه وی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.