حکمتیار او جنرال دوستم پر ولسمشرۍ ټاکنو خبرې کړې

د اسلامی حزب مشر ګلبدین حکمتیار او د ولسمشر غنی لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره لیدلی دی.

د ښاغلی حکمتیار او ښاغلی دوستم لیدنه تېره شپه سره لیدلی دی.

ویل کېږی، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د نورو مسایلو تر څنګ د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو په اړه هم بحث او خبرې کړې.

د حکمتیار رسنیز دفتر هم د دغه لیدنې پخلی کړی خو په اړه یې جزیات نه دی په څرګند کړی.

خو د جنرال دوستم د دفتر رییس عنایت الله بابر فرهمند وایی، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سولې، د ولسی جرګې د تېرو ټاکنو پر شفافیت او راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو خبرې کړی دی.

د فرهمند په وینا د خبرو مهم ټکی دا و، چې څنګه وکړای شی، د سیاسی ګوندونو او سیاسی جریانونو یو ګډ ټیم د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه بحث او نظریات سره تبادله کړی.

حکمتیار او دوستم پر داسې مهال د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه خبرې کوی، چې ټاکل شوې په څو ورځو کې د ولسمشرۍ ټاکنو زمانی مهال وېش رسمآ د کمېسیون له خوا اعلان شی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.