بادغیس کې د دریو قوماندانانو په ګډون ۱۳ وسله وال وژل شوی

کورنیو چارو وزارت بادغیس ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د دریو قوماندانانو په ګډون د ۱۳ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته تېره شپه د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې جګړه شوې ده.

خبرپاڼه کې لیکل شوی، چې په دې جګړه کې د دریو قوماندانو او یوه ماین جوړونکی په ګډون ۱۳ وسله وال وژل شوی او ۸ نور ټپیان شوی.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوی، چې په جګړه کې دوه پولیس هم وژل شوی او درې نور ټپیان شوی، خو ولسی وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.