د پرینکا چوپړا یواځې لاسی ساعت ۴۰ لکه روپۍ قیمت لری

د هندوستان د مالیې وزارت له پرینکا چوپړا غوښتې، چې د خپلې شتمنۍ مالیه ژر تر ژره تسلیم کړی.

په پرینکا پسې د مالیې ټولولو ادارې له لورې زیات بیل راغلی. د مالیې وزارت وایی، چې د پرینکا چوپړا یواځې لاسی ساعت ۴۰ لکه هندی روپۍ قیمت لری؛ موټر یې ۲۷ لکه هندی روپۍ شوی.

پرینکا چوپړا د بالیووډ سربیره په هالیووډ کې هم لوبیږی، چې زیات عاید یې له هغه ځایه هم دی.

بل پلو پرینکا وایی، چې موټر او لاسی ساعت یې ورته ځینو کمپینو ډالې کړی او ددې په پیسو نه دې شوی. خو د هند حکومت وایی، چې مهمه نه ده، چا ورته ډالې کړی او یا یې هم پیرلی؛ مهمه داده، چې پرینکا باید ددې اجناسو مالیه ژر تر ژره ورکړی.

که پرینکا چوپړا د خپل عاید دا مالیه ورکړی، زیاته به تاوانی شی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares