کندوز کې ۵۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکی وایی، قندوز ولایت کې د افغان ځواکونو د پراخو پوځی عملیاتو پر مهال د دوه قوماندانانو په ګډون ۵۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې افغان ځواکونو د قندوز ولایت په دشت ارچی ولسوالی کې عملیات تر سره کړی.

سرچینه زیاتوی، چې د افغان پوځ په هوایی، توپچی او ځمکنیو بریدونو کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۲۵ وسله وال وژل شوی او ۳۱ نور ټپیان شوی دی.

خبرپاڼه وایی، په وژل شویو کسانو کې د سخی الرحمن او قاری هجران په نومونو د طالبانو دوه مهم قوماندانان هم شامل دی او دغه راز په ټپیانو کې هم د ملا بصیر مشهور په سیاه، نظام الدین او دوه نور قوماندانان چې هویت یې تر اوسه نه دی په ډاګه شوی شته.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.