د پیلوټ تېروتنې مسافر او هندی امنیتی ځواکونه و وېرول

د ډیلی په هوایی ډګر کې د افغانستان د یوه هوایی شرکت د پیلوټ تېروتنې مسافر او هندی امنیتی ځواکونه و وېرول.

د ډهلی په هوایی ډګر کې دغه وېره پرون هغه مهال خوره شوه، چې د افغان اریانا هوایی شرکت د یوې الوتکې پیلوټ په تېروتنې د الوتکې د تښتول کېدو د خطر زنګ و واهه.

دغه ایف جی ۳۱۲ الوتکه له ډهلی څخه کندهار ته د الوت له پاره چمتو وه، چې ناببره یې پیلوټ په تېروتنې سره د تښتول کېدو سویچ کېکاږه.

له دې سره سم مسافر و وېرېدل او د هند د هوایی چلند امنیتی پروسونل تیار سی او تر الوتکې راچاپېر شول، خو وروسته په څرګندونه شوه، چې پیلوټ تېروتنه کړې ده.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.