مشرانو جرګې ته د ۱۳۹۸ مالی کال د ملی بودیجې سند وړاندې شو

د مالیې وزارت سرپرست وزیر ډاکټر محمد همایون قیومی، چې په پارلمانی چارو کې د دولت وزارت مرستیال ښاغلی ډاکټر محمد کریم باز یې ملتیا کوله د مشرانو په عمومی ناسته کې یې ګډون وکړ او د افغانستان اساسی قانون د ۹۸ مې مادې له مخې یې د ۱۳۹۸ مالی کال ملې بودیجې سند سناتورانو ته وړاندې کړ.
د مالیې وزارت سرپرست د مشرانو جرګې غړو ته له مالی پلان سره سم د ملی عوایدو راټولو او د ۱۳۹۳ مالی کال په پرتله یې د ۳۰ سلنې په لوړوالی، د پیسو نړیوال صندوق له لوری د حکومت له مالی او اقتصادی اصلاحاتو څخه د څلورو پړاوونو د بریالۍ ارزونې، د ملی بودیجې په شاخصونو کې د ښه والی، سېمه ایزې ترانزیټی او اقتصادی همکاریو، د خصوصی، کرنې، ترانسپورټ او انرژۍ سکټورونو په ودې او پیاوړتیا او د ۱۳۹۸ مالی کال د ملی بودیجې د مسودې د لنډیز په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.
په ناسته کې د مالیې وزارت سرپرست دوی ته ډاډ ورکړ چې د ملی بودیجې په سند کې به د دوی نظریات د هیواد نافذه قوانینو ته په کتو سره په نظر کې ونیول شی او له دوی څخه یې غوښتنه وکړه چې د پراختیایې پروژو د پلی کیدو او د حکومت کاری چارو لپاره ملی بودیجه په خپل وخت سره ژر تر ژره تائید کړی تر
څو د تصویب لپاره د ولسی جرګې غړو ته وړاندې شی.
د ۱۳۹۸ مالی کال ملی بودیجه په ټوله کې ۳۹۹ میلیارده افغانۍ ده چې له دې ډلې څخه ۲۷۵۵ میلیارده افغانۍ یې عادی او ۱۲۴ میلیارده افغانۍ یې پراختیایې بودیجه جوړوی.
د ملی بودیجې ستره برخه په پنځو ( زیربناء، کرنې او د کلیو پراختیا، روغتیا، حکومتولۍ او پوهنې) سکټورو ته ځانګړې شوې ده چې په ترتیب سره ۵۲ میلیارده، ۲۳ میلیارده، ۱۳ میلیارده، ۸،۸ میلیارده او ۶،۸ میلیارده افغانۍ د پراختیایې بودیجې څخه احتواء کوی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.