نازیان ولسوالۍ داعشیانو څخه پاک شوی

د ننګرهار چارواکی وایی چې په نازیانو ولسوالۍ کې یې د عملیاتو پر مهال ۲۲ داعش وسله وال وژلی او ګڼ شمېر کلی یې د هغوی له شتونه پاک کړی دی.

چارواکی وایی، یاد وسله وال له تېرو پنځو ورځو راهیسې د نازیانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ولسی پاڅون کوونکو او ګډو افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ووژل شول.

شاوخوا پنځه ورځې وړاندې د دې ولسوالۍ نږدې ۵۰۰ اوسېدونکو خپلې وسلې پورته کړې او د امنیتی ځواکونو په ملاتړ یې د داعش ډلې پر ضد پاڅون وکړ.

د ننګرهار د والی ویاند عطاءالله خوږیاڼی رسنیو ته وویل چې د امنیتی ځواکونو او ولسی پاڅون کوونکو له لوری د یادو عملیاتو په تېرو پنځو ورځو کې ۲۲ داعش وسله وال وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه، د عملیاتو پر مهال د داعش وسله والو یو شمېر پټنځایونه هم له منځه وړل شوی او دغه راز یې ځینې وسلې او مهمات هم د امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلی دی.

بلخوا په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتی مسوول جګړن محمد هارون یوسفزی وایی ، د یادو عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر کلی د داعش ډلې له موجودیت څخه پاک شوی دی.

دی وایی، یاد عملیات د ولسی پاڅون کوونکو سربېره د ملی اردو، ملی او سرحدی پولیسو او د ملی امنیت موظفینو له لوری مخې ته وړل کېږی.

هغه زیاته کړه، هغه سیمې چې امنیتی ځواکونو نیولې، اوس په کې د ولسی پاڅون کوونکو پوستې ځای پر ځای شوې او امنیت یې تامین شوی دی.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.