حکومت به د سترې محکمې پر پرېکړو هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړی

د پاکستان صدراعظم عمران خان وایی، حکومت یې د عیسوۍ مېرمنې اسیه بی بی په قضیه کې د سترې محکمې پر پرېکړې ولاړ دی او په دې کې به هېڅ ډول جوړجاړی نه کوی.

نوموړی همداشان وایی، د قانون واکمنی د سترې محکمې پر پرېکړو د عمل کولو له لارې ټینګېدای شی او په خبره یې چې د سترې محکمې پر پرېکړو د نه عمل کولو په صورت کې قانون له منځه ځی.

عمران خان دا څرګندونې د شنبې په ورځ په لاهور کې د عیسوۍ مېرمنې اسیه بی بی د قضیې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.

د پاکستان سترې محکمې اسیه بی بی ته مقدساتو ته د سپکاوی په تور د مرګ په سزا محکومه کړه، خو وروسته یې د خوشې کېدو پرېکړه وکړه.

د سترې محکمې تر دغې پرېکړې وروسته په ټول پاکستان کې پراخې قهرجنې مظاهرې وشوې چې بیا وروسته د مذاکراتو په لړ کې تر یوه تفاهم لیک وروسته پای ته ورسېدې.

د یادونې وړ ده چې له بنده د اسیه بی بی تر خوشې کېدو وروسته د هغه خاوند عاشق مسیح ویلی وو چې په پاکستان کې خوندی نه دی او پر ځینو هېوادونو یې غږ کړی و چې دوی ته پناه ورکړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.