د هندوانو مذهبی جشن (دیوالی)

ژباړه او راټولونه: مریم محمدی

دیوالی د هندوانو مذهبی جشن دی، چې هنده مذهبه یې د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې هر کال نمانځی.

دیوالی د سانسکریت په ژبه کې څراغونو ته وایی، هغه ورځ چې پکې ډیر څراغونه لګول کیږی.

د دغه پینځه ورځنی جشن له پیل دمخه هندوان خپل کورونه پاکوی او هغوی د کامیابۍ او ځواکمنتیا په تمه خپلې کړکۍ د لاکشمې په نامه خدای ته پرانیزی.

د دیواالی په ورځو کې د ټولو هندوانو له بې وزلو تر بډایو کورونه په نارنجی رنګی څراغونو او ډیو باندې روښانه وی.

د دغو څراغونو د لګولو فلسفه لکشمی ته په ښه راغلاست کې نغښتی بولی. په دغه ورځ یو بل هغه څه چې ډیر مهم بلل کیږی هغه د « الوان رنګولی » رسم دی.

د هندویزم لارویان د خپلو کورونو غولی، په بیلا بیلو رنګونو رنګوی، او دا د خوشبختۍ خدای ته د ښه راغلاست او میلمه پالنی رسم بلل کیږی. دغه کار د ښځو له لوری تر سره کیږی.

د دغه جشن د نمانځلو پر مهال د کورنۍ غړی او خپل خپلوان یو بل ته ډالۍ ورکوی او خاص عبادت کوی.

په دې ورځ هندوان ځانګړی مراسم لری چې د ځینو په اړه یې دلته معلومات درکوو:

۱- نکریزی لګول


د دیوالی د جشن پر مهال زیاتره ښځې پر لاسونو نکریزی ږدی. نو له دې کبله په دې کار کې د مهارت لرونکو کسانو موندل آسانه کار نه دی. دا د دغه خلکو لپاره د کال په اوږدو کې د پیسو د ګټلو ښه فرصت وی.

۲: د ګاڼو(د سرو زرو) کارول


زیاتره هندوان پر دې خبره باور لری، چې له دیوالی مخکې د سرو زرو رانیول د نیمکرغۍ نخښه وی او په دې سره شتمنی راځی. له دې کبله په همدې ورځ د «لکشمی دیوی» چې هغوی یې د مال او خوشحالۍ ډیوې بولی عبادت کیږی.

۳- نقاشۍ کول


د دیوالی په ورځ د کور په انګړ کې رنګارنګ نقاشۍ کیږی. په دودیز ډول دغه انځورونه د کور عمومی دروازې ته څیرمه کښل کیږی. پر دې سربیره په کورونو کې ډیوې بلیږی او کور په ځانګړو سینګار توکو ښایسته کیږی.

۴- اور لوبې کول


د دیوالی یو بل رسم دا دی چې په کې اور لوبې یا آتش بازی کیږی، او همداشان پټاقۍ د دیوالی جشن لازمه برخه ګڼل کیږی.

۵- مټایی ویشل
دیوالی داسې جشن دی چې د کورنۍ ټول غړی یې په ګډه لمانځی. یو بل ته ډالۍ ورکول کیږی او مټایی یا خواږه ویشل کیږی. دغه جشن هرکال د اکتوبر میاشتې له نیمایی څخه د نوامبر میاشتې تر نیمایی پورې موده کې یوه ورځ لمانځل کیږی.

۶- د ډیوو بلول
پخوا به د دیوالی د جشن پر مهال د کورونو او کوڅو د روښانه کولو لپاره په لاس جوړې شوې ډیوې کاریدلې. خو اوس د دې ځای له چین څخه راواردو شوو آرزانه څراغونو نیولی دی. له دې کار وروسته په هند کې په لاس د ډیوې جوړونکو کاروبار له خطر سره مخامخ دی.

۷- ډالۍ ورکول
ډېر خلک په دې خبرې باور لری چې د دیوالی په ورځ تاسې د یوه چار کور ته پرته له ډالۍ ولاړ شئ نو دا به په دې معنا وی چې تاسې د کوربه نیکمرغی نه غواړی. د دغه جشن پر مهال ډیر شرکتونه خپلو کار کوونکو ته تحفې ورکوی او یا هم اضافه پیسې ورکوی.

۹- په دوستۍ کې د ژوند تیرول


په هند کې یوازې هندوان دیوالی نه لمانځی. دا انځور د هند د اتر پردیش ایالت د مرزا پور، ښار دی چیرې چې د دیوالی پر مهال مسلمانې نجونۍ له یو او بل سره په دوستۍ کې د ژوند تیرولو له پاره دعا کوی. په هند کې لږکی هم د دیوالی جشن لمانځی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.