هېڅکله خپلو ماشومانو ته دا جملې مه کاروئ!

ژباړه: محمد عزیز پردېس

( ته راته ارزښت نه لرې او زه تا نه غواړم ) پورته عبارت ښایی د ډېری پلرونو، میندو او نورو مشرانو په خوله هغه مشهوره اصطلاح وی چې تل یې د خپلو ماشومانو لپاره کاروی.
آیا پوهېږئ چې د دې خبرې پایله څومره خطرناکه ده؟ نه، هېڅکله هم نه. دا او داسې ورته خبرې ماشوم په خپل ژوندانه کې وژنی، ماتوی یې، ناهیلی کوی یې او له هرڅه یې پاتې کوی. آیا کله داسې وخت شوی چې خپلو اولادونو ته مو ویلی وی چې: ای کاش ته مې اصلا نه درلودی!؟

هېڅکله مو ماشومانو ته دا او داسې ورته جملې مه کاروئ:

۱- ته څومره احمق یې!
د اولادونو د روزنې یو اصلی موخه، په هغوی کې پر نفس د اعتماد پیدا کول دی. د داسې عبارتونو د کارولو پرځای به څومره ښه وی چې هڅوونکې او مثبتې خبرې اولادونو ته بیان شی. هغوی ته دا زده کړئ چې څنګه یو کار په سمه توګه ترسره کړی. د بېلګې په توګه خپل ماشوم ته مو د سرک څخه د تېرېدلو پر مهال ووایئ: هرکله چې له سرک څخه تېرېدې، نو زما او یا ( مشر … ) لاس به نیسې، کله چې یې ستاسو لاس ونیوه؛ نو دا ورته اضافه کړئ: اوس کولی شو چې په ارامه فکر سره له سرکه څخه واوړو.

۲- کله ناکله دا هیله کوم چې ای کاش مې اولاد نه درلودی!
هغه مفهوم چې ستاسو اولادونه یې د پورتنی عبارت څخه اخلی، دا دی: ته ماته اصلا ارزښت نه لرې او زه تا نه غواړم. هغوی دا خبره زړه ته اچوی او د عمر تر اوږدو یې په ذهن کې پاتې کېږی. د دې پرځای کېدای شی ووایئ: کله ناکله مې ډېر خواشینی کوې.

۳- چپ شه!
تاسو کولی شئ همدا خبره په بل ډول بیان کړئ: ستا د خبرې په تعقیب به زه ووایم. دا په یاد ولرئ چې اولادونه ستاسو کړه وړو ته ډېر متوجه وی. که غواړئ چې اولادونو مو با ادبه واوسی، باید خپله مودبه واوسئ. څرنګه چې خپلو همزولو او یا هم لویانو ته د (چپ شه) کلمې ویلو څخه ډډه کوئ، همدارنګه ماشومانو ته هم د دې کلمې د ویلو څخه ډډه وکړئ.

۴- څه مهم نه دی!
ډېری داسې وختونه هم راځی چې موږ د ماشومانو احساساتو ته ارزښت نه ورکوو، خو دې مسئلې ته مو باید ډېر پام وی. د ماشومانو لپاره معمولا هغه څخه مهم دی چې د لویانو لپاره دومره اهمیت نه لری. نو هڅه وکړئ چې دې مسایلو ته د هغوی د لید څخه وګورئ. له هغوی سره همدردی وکړئ او د هغه څه په اړه چې دوی غواړی پوه شی، مالومات ورکړئ.

۵- ولې دې دا کار وکړ؟
که ماشوم داسې یوه کار کړی وی چې هغه ستاسو نه خوښېږی، نو په سړه سینه او په ارامۍ د هغه سره خبرې وکړئ. که تاسو په غوسناکه لهجه ووایئ چې دا کار دې ولې وکړ، نو هغه به خپلو تېروتنو ته متوجه نشی.
تاسو کولی شئ په ارامۍ سره د هغه څخه وپوښتئ چې څه د دې سبب شوه دې کار ته لاس اوږد کړې، هغه به پخپله تاسو ته هرڅه ووایی او خپله پښېمانی به څرګنده کړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.