سره شوی الوګان (چپس) سترې روغتیایی ستونزې را ولاړولی شی

په یوه علمی راپور کې چې پایلې یې په وروستیو کې خپرې شوی، روغتیاپوهانو په ستره کچه د سره شویو الوګانو یا چپسو له خوراکه خلک وېرولی دی.

هغوی څرګنده کړې ده، چې غوړو کې سره شوی الوګان یا چپس د وزن په ډېرېدا او چاغښت کې ستره ونډه لری، چې له امله یې ښایی سترې روغتیایی ستونزې راولاړې شی، لکه د زړه ناروغی او د وینې د رګونو پرنډېدل.

روغتیاپوهانو د دې لامل په الوګانو کې په ستره کچه د شکرې شتون بللی دی. د روغتیا او تغذیې د ډګر مسلکی پوهانو دې ته اشاره کړې چې په دې څېړنې «وېروونکی حقایق را سپړلی دی»!

په دې برخه کې د انګلستان پوهانو موندلې چې سره شوی الوګان یا چپس د ۱۹ ټوټو په اندازه شکره لری، چې دا د متوسط حجم لرونکې کوکاکولا یوه دبلی کې د موجودې شکرې درې برابره کېږی. دا په داسې حال کې ده چې په تازه څېړنو کې ویل شوی چې یوازې یو دبلی مشروب د زړه پر ناروغۍ د اخته کېدو لپاره بسنه کوی.

پوهانو په یوه بله طبی څېړنه کې د کاربوهایډرایټ لرونکو خوړو په اړه څرګندونې کړی، هغوی ویلی چې الوګان په ستره کچه خوږه لری، چې بدن کاربوهایډرایټ پر ګلوکوز بدلوی چې له امله یې د شکرې پر ناروغانو اغېز پرېوځی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.