هُنرونو له کوره د هُنر ارمان

هُنرونو له کوره د هُنر ارمان،

حمیدالله توخې د ارمان پوره کیدل،

دستر انسان ستره مبارزه غواړې، دا ځوان تشویق ته ضرورت لرې د خپل مهارت سره مېنه یې دابیانوې چې هوډ یی ټینګ خطاطې او رسامې یی خپل مسلک او روزې ګڼلی، ډیر څه یی په اړه نه لیکم ځکه چې هُنرونه او دخپلې ژبې خبرې یې تاسو لوستلای او کتلای شی فعلن هلمند ولایت کښې استوګن ده. هغه داسې وایې، زما باور دا دی چې هنر او مسلک د انسان د ژوند د هوساینی او په ټولنه کې یو فوقلعاده معنوی زېرمه یادېږی. زه د شخصیت آرمانجن نه وم بلکی د هنر درلودلو آرمانجن وم، ځکه شخصیت زما هنر نه مطرح کوی بلکی هنر او مسلک زما شخصیت مطرح کوی. د ورونو بې نهایته مینی دومره لټ کړی وم چې کله نا کله به یې په کنایه کې را یادول چې ته یوازی د خوړلو یې خو د ګټلو نه یې. دې کنایې په ما کې د کار کولو انرژی او انګېزه را پېداکړل. ما د خپل ژوند د سمون او کاریګر ځوان په توګه د رسامۍ او خطاطۍ مسلک ته لاس ور واچوی. د لومړی ځل له پاره می د رسامۍ او خطاطۍ قلم په لاس کې نیولی او تر استاد عزیزالله حیدری پوری ورغلم هغه په هلمند کې د ګوتو په شمار د تکړه خطاطانو او رسمانو له ډلی یادېدی. نستعلیق خط، ثلث خط، اوشکسته خط می تر ډېره بریده په خپله هڅه زده کړی. د وخت په تېرېدو او د یارانو په تشویق د خپل دې هنر د پرمختګ په موخه د یو کال له پاره کندهار ته ولاړم او هلته داستاد دُرخشان او ادریس شادان په هڅو او لارښونو می د درسامی هنر پوخ کړ. اوس په هلمند کې د توخی په نامه د لوحه لیکنی او رسامۍ د خدماتو د وړاندی کولو تر څنګ په سیمیزه راډیو کې د ویاند په توګه دنده هم ترسره کوم. له ژونده خوښ یم د یو افغان په توګه په دې خاوره کې کار کوم او په دې خاوره کې عادی ژوند کوم. زه خپله کورنۍ د خپلو لاسو په تڼاکو روزم د واده ثمره می وړې لورګانی عادله او لیمه جانه ده. ویاړم چې خلګ راته د استاد حمیدالله توخی لقب راکوی، زه په خلګو کې د ځان د محبوبیت لامل خپل هنر او مسلک یادوم.

لیکوال: مسعود رشتین.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares